د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي ډګر پولیسو تیرو درې میاشتو کې ۸۲ قاچاقبران نیولي


د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیس وايي، چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اکثره نیول شوو قاچاقبرانو هیروین په خیټه کې ځای کړي وو.

د مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، پولیسو د روان ۱۳۹۷ لمریز کال په وروستیو درې میاشتو ( تلې، لړم او لنیدۍ) کې د دیارلس ښځینه قاچاقبرانو په ګډون ۲۷۵ قاچاقبران نیولي دي.

د مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد نن د سه شنبې په ورځ ( مرغومې څلورمه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په وروستیو درې میاشتو کې یوازې ۸۲ تنه قاچاقبران، چې د مختلفو طریقو په کارولو یې غوښتل هیروین بهر ته قاچاق کړي د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

ښاغلي موحد وویل " د دغو نیول شوو قاچاقبرانو ۸۲ تنو یې غوښتل، چې په بیلابیلو طریقو هیروین یا په خپله خیټه، یا په سفري بکسونو او یا هم په مایع هیروینو کې د خپلو جامو د خیشته کولو له لارې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه هندوستان، سعودي عربستان،متحده عربي اماراتو ته ولیږدوي، چې د نشه يي توکو د مبارزې د پولیسو او د عدلي او قضايي مرکزد موظف څارنول له خوا نیول شوي دي".

د مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د روان لمریز کال د تلې، لړم او لیندۍ میاشتو د راپور له مخې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه موده کې د قاچاقبرانو څخه ۴۷ ډول ډول موټر، ۱.۱۴ میلیارده افغانۍ او څه باندې لس زره ډالرهم ضبط کړي دي.

د مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د دغه درې میاشتنې راپور له مخې په تیرو دریو میاشتو کې د دغه مرکز لومړنۍ محکمې د ۱۵ دولتي کارکوونکو، نهه ښځو او یو بهرني وګړي په ګډون ۲۶۴ تنو ته د شپږ میاشتو څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا هم اورولې ده.

د دې ترڅنګ د دغه مرکز د استیناف محکمې ۱۵۴ تورنو ته، چې ۴ ښځې او اوه تنه د عامه خدمتونو موظفین هم په کې شامل دي په ۱۱۲ دوسیو کې د تنفیذي بند بیلابیلې سزاګانې اورولي دي.

د مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د راپور له مخې په تیرو دریو میاشتوکې زیاتې جرمې پیښې په کابل او له هغې وروسته د ننګرهار په ولایت ثبت شوي دي.

په نړۍ کې ترټولو زیات نشه يي توکې لا هم په افغانستان کې تولیږي.

د افغان حکومت او د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې " یو این او ډي سي" د ګډې سروې له مخې سږکال په افغانستان کې پر ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې د تیرکال پرتله ۲۰ فیصده کم وو.

همداشان سږکال په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه اپین تولید شوی، چې د تیرکال پرتله ۲۹ فیصده کموالی ښيي.

تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کې په دغه هیواد کې پر ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

همداشان تیرکال په افغانستان کې د اپینو تولید ۹۰۰۰ ټنو ته رسیدلی وو

XS
SM
MD
LG