د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس ۴۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تېرو درېیو ورځو معلومات چې په دغه هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمیر مخ په زیاتېدو دی.

د دغه وزارت د شمېرو په اساس په تېره یوه شپه او ورځ کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې ۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې دا شمېره پرون ۴۰ او اوړمه ورځ ۳۱ ته رسېدله.

د تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې په کروناویرویس د اخته شویو کسانو شمیر ۳۸زره او ۲۸۸ رسېدلی دی.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کروناویروس د خورېدو د مخنیوي له پلوه دغه هېواد اوس په یو ښه حالت کې دی.

همدا شان د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس د کروناویروس له امله مړ شوی چې ورسره د ټولو مړو شو کسانو شمیر ۱۴۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس له خپرېدو راهیسې تراوسه ۲۹زره او ۳۹۰ تنه بېرته د کروناویروس له ناروغۍ څخه ښه شوي دي.

د کرناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې سپټیمبر ۳ (وږي ۱۳) په نړۍ کې څه باندې ۲۶ میلیونه کسه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له ۸۶۳ څخه زیات کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG