د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د کرونا پیښې زیاتې شوي؛ ډاکترانو له خلکو غوښتي واکسین وکړي

د پاکستان د عامې روغتیا چارواکو نن پنجشنبه ۷ جولای (چنګاښ ۱۶) ددغه هېود له وګړو وغوښتل چې د اجتماعي فاصلې قوانین مراعت کړي ترڅو چارواکي وتوانیږي چې د کرونا وبا قابو کړي.

پاکستاني چارواکو دا غوښتنه څو ساعته وروسته له هغې وکړه چې په دغه هېواد کې، د کرونا له آمله، په یوه ورځ کې د ۹ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. له دې سره په پاکستان د کرونا د وبا په نتیجه کې د مړو شمېر ۳۰۴۱۳ تنو ته ورسېد.

په تېرو څو میاشتو کې، د تیرې اونۍ پورې، پاکستان د کرونا په نتیجه کې د ورځې د یو یا دوه کسانو د مرګ خبر ورکاوه.

د روان میلادي کال په پیل کې، پاکستان تقریبا ټول هغه محدودیتونه لرې کړل چې د کرونا د وبا له آمله لګول شوي وو. خو د تیرې میاشتې راهیسې، په دغه هېواد کې د کرونا د ویروس پیښې یو ځل بیا مخ په زیاتېدو دي.

د عامي روغتیا چارواکي وايي، د خلکو له خوا د اجتماعي فاصلې د قانون نه مراعتول ددغه زیاتوالي اصلي لامل دی.

د پاکستان د عامې روغتیا چارواکو له خلکو غوښتي چې د کرونا واکسین وکړي او ځان له دغه ویروس څخه وژغوري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG