د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال په نړۍ کې ۱۱۰ خبریالان وژل شوي


د خبریالانو د ملاتړ ادارو ویلي چې نږدې اویا تنه خبریالان سږکال د خپلو دندو پرمهال وژل شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ ادارو ویلي چې نږدې اویا تنه خبریالان سږکال د خپلو دندو پرمهال وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه آر ایس ایف وایي چې په روان ۲۰۱۵ کال کې چې پای ته رسیدلو ته یې یوازې درې ورځې پاتې دي، په نړۍ کې ۱۱۰ خبریالان وژل شوي دي.

دا ټولنه وایي په دې شمیر کې ۶۷ خبریالان د راپور د ورکولو په ترڅ کې او یا هم د خبریالۍ د دندې له امله وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې په راپور کې ویل شوي چې دغې ټولنې د ۴۳ وژل شوو خبریالانو د وژلو څرګند دلیل تراوسه نه دی موندلی چې ولې هغوی وژل شوي دي.

سږکال له هند او عراق وروسته زیات شمیر خبریالان په فرانسه کې وژل شوي چې شمیر یې ۹ تنو ته رسیږي.

آرایس ایف وایي چې سږکال په دریو کې دوه برخې خبریالان په هغو هیوادونو کې وژل شوي چې په سوله کې ژوند کوي.

همداشان د امریکا په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې سي پي جي په یو راپور کې چې هغه هم نن خپور شوی ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې په نړۍ کې ۶۹ خبریالان د هغوی د خبریالۍ د کار له امله وژل شوي دي.

سي پي جي په خپل دغه راپور کې فرانسه او سوریه د هغو هیوادونو په ډله کې شمیرلي چې سږکال په کې تر ټولو زیات خبریالان وژل شوي دي.

سي پي جي وایي چې په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۸ خبریالانو د وژلو مسولیت د اسلامي افراطي وسله والو ډلو پرغاړه دی، چې دا شمیر د ټولو وژل شوو خبریالانو د شمیر ۴۰٪ جوړوي.

دا راپور وایي "د القاعده، اسلامي دولت، طالبان او الشباب ډلې په سوریه، عراق، پاکستان،سومالیا،ترکیې، یمن، فرانسې او بنګلدیش کې د خبریالانو د وژلو مسولې ډلې دي ".

سي پي جي وایي چې په ۲۰۱۵ کال کې د هغو خبریالانو شمیر چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې په زندان کې پراته وو ۱۹۹ تنه ښودلی دی.

سږکال افغانستان کې پنځه خبریالان وژل شوي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب یوه اداره وایي چې سږکال په دغه هیواد کې ټول پنځه خبریالان وژل شوي، چې درې یې د هغوی د کاري دندې له امله وژل شوي دي.

تیرکال په افغانستان کې د ټولو وژل شوو خبریالانو شمیر ۹ تنو ته رسیدلی وو.

په دغه شمیر کې افغان او بهرني خبریالان شامل دي.

ددغې ادارې رئیس نجیب شریفي امریکا غږ ته وویل چې د نورو کلونو پر څیر سږکال هم د افغان خبریالانو لپاره ښه کال نه وو.

ښاغلي شریفي وویل " په مجموعي توګه د ۲۰۱۴ کال پر تله په ۲۰۱۵ کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي پیښې کمې وې ، خو اوس هم د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب او امنیت په برخه کې جدي اندیښنې لا شته دی ".

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د ادارې مشر وویل چې سږکال دې ادارې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۸۰ پیښې ثبت کړي دي.

هغه وویل چې تیرکال ددغو پیښو شمیر ۱۲۶ ته رسیدلی وو.

XS
SM
MD
LG