د ژورنالستانو د ساتنې کمیټه ((CPJ)) وايي چې د ژورنالستانو لپاره 2012 کال تر ټولو خونړی کال و.
دغه ټولنه چې مرکز یې په امریکا کې دی او د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره کار کوي وايي چې په سوریې کې د جګړې له امله د ژورنالستانو وژل او په درېیو نورو هیوادونو کې د ژورنالستانو په نښه کول او وژل 2012 کال د د ژورنالستانو لپاره خونړی کال ګرځولی دی.
د ژورنالستانو د ساتنې کمیټه یا CPJ وايي چې د روان عیسوي کال د پیل نه تر اوسه پورې 67 ژورنالستان د خپلو وظایفو د ترسره کولو په مهال وژل شوي دي. دغه رقم بیا د 2011 کال نه 40 په سلو کې ډیر دی. دغه ټولنه وايي چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د 30 نورو ژورنالستانو د وژنو په اړه څیړنې روانې دې.
په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ د ژورنالستانو د ساتنې کمیټې خپور کړی دی ویل شوي دي چې په سوریې کې د ناکراریو له امله 28 ژورنالستان یا خو د جګړو په مهال وژل شوي دي او یا هم دولتي ځواکونو او یاغیانو په نښه کړي او وژلي دي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې 2012 کال کې په سومالي کې 12 ژورنالستان وژل شوي دي او په پاکستان کې بیا 7 ژورنالستان چې څلور یې د بلوچستان په صوبې کې وو وژل شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې په برازیل کې د وژلو شوو ژورنالستانو شمیر څلور ته رسیږي او په مکسیکو کې د ژورنالستانو د ساتنې کمیټه د یو ژورنالست وژنه تاییدوي او وايي چې په دغه هیواد کې د وژنو د یو شمیر نورو قضیو په اړه څیړنې کیږي. دغه ټولنه وايي چې په روسیې، نایجیریا، ایران او فلپین کې بیا لږ تر لږه یو یو ژورنالست وژل شوی دی.