د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې انټرنټني بریدونه وشول


یو ژورنالیسته وروسته له هغه د امریکا د سنا ویبسایټ ګوري چې د ۲۰۱۱ کال د جون په دیارلسمه د هکرانو تر برید لاندې راغلی و.
یو ژورنالیسته وروسته له هغه د امریکا د سنا ویبسایټ ګوري چې د ۲۰۱۱ کال د جون په دیارلسمه د هکرانو تر برید لاندې راغلی و.

د انټرنټي بریدونو یوې سختې څپې په نړۍ کې یوه ګډوډي جوړه کړه چې له امله یې عامه خدمات وځنډېدل او ودرېدل.

دغه بریدونه د یو ناوړه سافټویر په واسطه وشول چې په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې یې یو شمېر زیات شرکتونه او عامه ادارې زیانمنې کړې.

د "رنسمویر" په نامه د سافټویر په واسطه په ۷۴ هېوادونو کې ۴۵۰۰۰ بریدونه شوي دي. دا یو ناوړه کمپیوټري سافټویر دی چې یو سیستم ککړوي، فایلونه یا دوسیې يې بندوي او بیا له کاروونکو نه د شفر د خلاصولو لپاره نغدې پیسې غواړي.

د ریډلاک د شرکت اجرئیوي رئیس وارن بدوا وايي چې هکران په هغو سازمانونو پسې ګرځي چې له کمپیوټري معلوماتو پرته فعالیت نشي کولی.

هغه په دې اړه سپارښتنه وکړه چې سازمانونه او د کمپیوټر کاروونکي باید چې خپل سیستمونه پرمختللي وساتي او کاروونکي باید د اړونده خدماتو د وړاندې کوونکو تازه پروګرامونه ولري.

بدوار وویل "لویې تصدۍ باید سم وسایل ولري چې خپل کاروونکي او د هغوی فعالیعتونه وڅاري.هغوی باید د کارکوونکو لپاره د خبرتیا او زده کړې پروګرامونه جوړ کړي چې کوم لینک باید خلاص کړی یا نه کړي".

دغه رنسمویر چې د جمعې په ورځ یې د بریتانیا په روغتونونو کې یې بې نظمي جوړه کړه، یو ډول سافټویر دی چې له یو کمپیوټر نه بل ته هغه وخت انتقالیږي چې دویم کمپیوټر ډېر محفوظ نه وي.

د دغو انټرنټي بریدونو له امله د بریتانیا په روغتونونو، مخابراتي شرکتونو او نورو سهامي شرکتونو کې کمپیوټري معلومات ددې لپاره بند شول چې د پیسو غوښتنې وشوې.

سایرن مارټن د بریتانیا د ملي سایبري امنیتي شرکت اجرئیوي رئیس دی. هغه وویل چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د ځینو خدماتو په وړاندې کولو کې ګډوډي راغله چې له امله یې یو شمیر کسان اغیزمن شول، خو هغه زیاته کړه چې لومړیتوب یې دادی چې دغه مهم خدمات ژر ترژره بیرته پیل کړي.

ددغو بریدونه په اړه په ایټالیا کې د جي- اوه هیوادونو د مالیې وزیرانو او بانکدارانو د یوې اعلامیې په مسودې مواقفه وکړه. په دغې مسوده کې راغلي دي چې انټرنټي بریدونو دغه هیوادونو له زیاتیدونکي اقتصادي ګواښ سره مخامخ کړي دي.

داسې معلومیږي چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره دغه هڅه وروسته له هغه وشوه چې د مایکروسافټ یو سافټویر غلا او وروسته د انټرنټ له لارې افشا شو. دغه سافټویر د متحده ایالاتو امنیتي ادارې د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره جوړ کړی و.

انټرني شرکتونو ویلي دي چې دغه بریدونه په متحده ایالاتو کې هم شوي دي خو اغیزې یې پراخې نه وې.

XS
SM
MD
LG