د لاس رسي وړ اتصالات

د دوهمې نړیوالې جگړې د پرېکنده ورځې ۷۵مه کلیزه


متحدینو د نازي جرمني خلاف د ستر پوځي عملیاتو ٧۵ کلیزه ولمانځله

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ، د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د بریتانیې صدراعظمه تریزا مې، د کانادا صدراعظم جستن ترودو او د بریتانیې ملکه الیزابت د پنجشنبې په ورځ (جون شپږمه) د هغو سرتیرو زړورتیا وستایله چې د نازي جرمني له منگلو څخه فرانسه او بیا ټوله اروپا ازاده کړه.

٧۵ کاله دمخه په دې ورځ د امریکا سرتیري په داسې عملیاتو کې برخه اخیستې وه چې د مځکې، هوا او سمندر له لارې تر اوسه په تاریخ کې د نړۍ تر ټولو ستر عملیات بلل کیږي.

په دې پرتمنو مراسمو کې ولسمشر مکرون د متحدینو پر همکاري ټینگار وکړ او وې ویل "مونږ هیڅ کله باید د ازادې نړۍ اتحاد باندې کار کول بند نکړو."

مکرون زیاته کړه "مونږ باید ثابت کړو چې د سولې د میراث ساتلو وړتیا لرو."

ولسمشر مکرون پنځه هغه امریکایي سرتیرو ته د فرانسې عالي مډال ورکړ چې له نازي جرمني څخه د فرانسې د ازادۍ په جگړه کې برخه اخیستې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ په خپلې وینا کې هغه سرتیري وستایل چې خپل ژوند یې د خپلو ورونو، د هغوی د هیوادونو او د ازادۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره قربان کړي دي.

ولسمشر ترمپ وویل "خپلو ټولو ملگرو او متحدینو ته وایم چې زمونږ د قدر وړ اتحاد په تودې جگړه وجنگیدل او ثابته یې کړه چې د سوله نعمت یې ټینگ کړ او دا وحدت نه ماتېدونکی دی."

د اروپا لپاره د ناتو د عالي اتحاد قوماندان جنرال تُت والترز ټینگار وکړ چې د متحدینو دغه اتحاد اوس هم د افغانستان په څیر هیواد کې چې د امریکایي او اروپایي عسکر پکې له اتلسو کلونو راپدیخوا د ترهگرۍ په وړاندې جنگیږي په ښکاره محسوس کیږي.

جنرال والترز زیاته کړه "{مونږ افغانستان ته یوځای تللي یو او یوځای به ووځو.} تاسو خبر یاست چې د ناتو عمومي منشي ینس ستولنتبرگ دا خبره په لیوالتیا وکړه. مونږ اوس هم یو عالي ځواک لرو او باور لرم چې دا به په راتلونکې کې هم دوام وکړي. زمونږه توجه په افغانستان کې په دې ده چې یقیني کړو څو په امریکا او اروپا باندې پر مونږ له بهره برید ونشي."

هر پنځه کاله وروسته د فرانسې په شمال کې په نورماندي ښار کې د ډي دې ورځ په ډیرو پرتمینو مراسمو لمانځل کیږي او سږکال یې ځانگړتیا دا ده چې د دې ورځې ٣٠٠ پخواني عسکر چې عمرونه یې له ٩٠ کلونو ډیر دي په دې مراسمو کې د نورو مشرانو ترڅنگ برخه اخیستې وه. ښایي پنځه کاله وروسته دوي بیا په داسې شاندارو مراسمو کې برخه ونلري.

په فرانسې کې د ډي دې دغه مراسم د نورماندي په هغه هدیره کې ترسره شول چې د امریکا ٩٠٠٠ سرتیري پکې دفن دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ او د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون په دې مراسمو کې له وینا وروسته د جگړې د وژل شویو سرتیرو ځلي ته د درناوي په رسم د گلانو گیډۍ کیښودله.

په کال ۱۹۴۴ د جون په شپږمه نېټه ٢٠٠٠ امریکایي عسکر ووژل شول چې په یوه ورځ کې د امریکا د پوځ تر ټولو زیات تلفات بلل کیږي.

که څه هم روسیه دغه مراسمو ته نه وه وربلل شوې خو د پخواني شوروي اتحاد هم پر ختېځ مورچل کې د نازي جرمني په ځپلو کې مهم رول لوبولی و.

XS
SM
MD
LG