د لاس رسي وړ اتصالات

د "ډاکا" پر سر جنجال د حکومت د تړل کیدو احتمال زیات کړی


د امریکا په کانګریس کې د روان کال تر پایه د حکومت د لګښتونو د پوره کولو لپاره د بودیجې پر سر جنجالونه زیات شوي. دې کار د هغه کسانو لپاره هم ستونزې پیدا کړی چې امریکا ته د ماشومتوب په عمر کې په غیرې قانوني ډول راوړل شویدي.

دغه ماشومان چې اکثریت یې د لاتینې امریکا اتباع دي، شمیر یې شاوخوا اته سوه زره دی. دغه ماشومان د "ډاکا" په نامه د قانون له مخې په امریکا کې د پاتې کیدو حق لري. د قانون وخت د بل کال د مارچ په میاشت کې پای ته رسیږي اوپه هرو دوو کالونو کې جمهور رئیس یې باید تمدید کړي.

په کانګریس کې دیموکراتان وایي چې که جمهوري غوښتونکي غواړي د حکومت د لګښتونو بودیجه منظوره شي او د حکومت د ځینو ادارو د تړل کیدو مخه ونیول شي، نو باید چې د "ډاکا" د قانون په هکله دې هم پریکړه وشي.

خو جمهوري غوښتونکي بیا وایي چې "ډاکا" د سږکال په اجنډا کې نشته او د بل کال په سر کې به پرې پریکړه کوي.

که جمهور غوښتونکي او دیموکراتان پدې هکله پریکړې ته ونه رسیږي، ښایي چې د حکومت ځینې ادارې به په موقت ډول د لګښتونو نه لرلو په خاطر وتړل شي.

جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې دیموکراتان غواړي پدې کار سره غیرې قانوني مهاجرو ته بلنه ورکړي چې امریکا ته راشي او دا "ډیر خطرناک" کار دی.

XS
SM
MD
LG