د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د ٨ سوه زرو کډوالو برخلیک معلوم نه دی


دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د هغو کډوالو په اړه بحث کوي چې په ماشومتوب کې امریکا ته غیرقانوني راوستل شوي دي.
دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د هغو کډوالو په اړه بحث کوي چې په ماشومتوب کې امریکا ته غیرقانوني راوستل شوي دي.

د امریکا فدرال حکومت بیرته پرانیستل شو، خو د اته سوه زره بې اسنادو مهاجرینو برخلیک معلوم نه دی.

ولسمشر ټرمپ د ډاکا پروگرام درې میاشتې وړاندې لغوه اعلان کړی وه.

ډېر شمېر دیموکرات سناتورانو ددې سلگونه زرو ځوانانو سره ژمنه کړې وه چې راتلونکی به یې خوندي کوي.

دیموکراتانو د بودجې د منظوري د شرط په توگه د ډاکا پروگرام د تمدیدولو شرط ایښی وه خو ولسمشر ټرمپ تر وروستي حده مقاومت وکړ، حتی پر حکومت بودجه بنده شوه، خو د کډوالو د منلو له پروگرام سره یې موافقه ونکړه.

دیموکراتان وایي د موقتي مودې لپاره یې بودجې سره موافقه وکړه په دې شرط چې د فبروري میاشت تر اتمې نیټې به جمهوري غوښتونکي د کډوالو پر موضوع پریکړه کوي.

ولسمشر ټرمپ په ټویټ کې لیکلي چې د ناقانونه کډوالو د ستونزې اوږدمهال حل موندل اسان کار نه دی، دواړه گوندونه به هڅه وکړي، خو دیموکراتان په دې پوه شول چې د حکومت بندول یې لاره نه ده.

XS
SM
MD
LG