د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په یوه مغازه کې اور لګېدو لسګونه کسان مړه کړي


د چین په یوه مغازه کې اور لګېدنه
د چین په یوه مغازه کې اور لګېدنه

د چین دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغې څلورمه) راپور ورکړ چې د دغه هېواد مرکزي ولایت جیانګشي کې په یو پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه شوي دي.

د سي سي ټي وي دولتي رسنۍ په راپور کې ویل شوي چې دغه اور نن ماسپښین د جیانګشي په شینیو ښار کې د یو پلورنځي په کښتني پوړ کې لګېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په ځايي واخت د ماښام تر اوو بجو پورې، په پېښه کې د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی او لږ تر لږه نهه نور کسان په زخمي حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.

د دغه اور د لګېدو علت نه دی ښودل شوی.

د سي سي ټي وي له خوا خپره شوې ویډیو ښیې چې د اور وژنې موټرونه او د ژغورنې نور موټر د یو مارکیټ مخې ته کتار ولاړ دي.

له دې پیښې پنځه ورځې وړاندې د چین په مرکزي هینان سیمه کې په یو ښوونځي کې د اور لګېدنې له کبله ۱۳ کسان مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG