د لاس رسي وړ اتصالات

دا میاشت بهرنیو قواوو ته تر ټولو خونړۍ ده


دا میاشت بهرنیو قواوو ته تر ټولو خونړۍ ده
دا میاشت بهرنیو قواوو ته تر ټولو خونړۍ ده

د جون میاشت د بین المللي قواوو لپاره په افغانستان کې د جگړې د پیل نه راهیسې تر ټولو مرگانۍ میاشت شوه.

خبري اژانسونه وايي د جون د میاشتې د پیل راهیسې ٧٩ عسکر وژل شوي دي.

ناتو وویل چې د افغانستان په جنوب کې د چارشنبې په ورځ ددوی څلور عسکرمړه شول. بریتانیې اعلان وکړ چې دغه عسکر د هلمند په ولایت کې گرشک ته نژدې ووژل شول.

د چارشنبې په ورځ ناتو د افغانستان په جنوب، ختیز او لویدیز کې د بمب په چاودنو کې د څلورو تنو د وژل کیدلو خبر ورکړ.

د استرالیا ددفاع وزیر د چارشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې ممکن په دوو کلونو کې د افغانستان نه د خپلو عسکرو په ایستلو پیل وکړي.

جان فاکنر وویل چې د استرالیايي عسکرو ماموریت به د روزونکوله حیثه د څارونکو په رول بدلون ومومي او افغانانو ته به وخت ورکړي چې امنیت په خپله وساتي.

استرالیا په افغانستان کې ١٥٠٠ عسکر لري چې اکثریت یې د ارزگان په ولایت کې میشته دي. په ٢٠٠١ کې د طالبانو د پرزیدلو وروسته تراوسه پورې ١٦ استرالیایان د طالبانو سره په جگړه کې وژل شویدي .

په عین حال کې د ننگرهار په ولایت کې پولیسو ویلي دي چې د سړک د غاړې په یوې چاودنه کې چې د پارلمان یو کاندید په نښه شوی ؤ، یو کس وژل شوی او پخپله کاندید ژوبل شوید ی.

د داخله چارو وزارت وايي چې د سړک د غاړې په یوه بله چاودنه کې د ارزگان په ولایت کې د یوه ساختماني خصوصي شرکت اوه ساتونکي هغه وخت ووژل شول چې موټر یې په ماین والوت.

XS
SM
MD
LG