د لاس رسي وړ اتصالات

مهم مهال ویشونه او د کانګرس د مشرتابه بحران


د افغانستان ولسمشر اشرف غني کانګرس ته وینا کوي په داسې حال کې چې جان بېنر (راسته لاس) او د ولسمشر مرستیال جوبایډن یې شاته ناست دي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني کانګرس ته وینا کوي په داسې حال کې چې جان بېنر (راسته لاس) او د ولسمشر مرستیال جوبایډن یې شاته ناست دي

د امریکا کانګرس د یوې اونۍ رخصتۍ څخه وروسته بیا په کار پیل کوي خو بیا هم پر دې فکر کېږي چې د کانګرس مشري به څوک کوي ځکه تراوسه بل کاندید معلوم سوی نه دی.

تقریبا یوه میاشت کېږي چې د امریکا د کانګرس مشر جان بېنر اعلان وکړ چې غواړي تقاعد وکړي.

یوه میاشت مخکي هغه داسې وویل "نن سهار ما خپل ملګري خبر کړل چې زه به د کانګرس څخه او د کانګرس د مشرۍ څخه د اکټوبر په پای کې استعفی وکړم."

د یادونې وړ ده چې تراوسه پوري د ښاغلي بېنر ځای ناستی تشخیص شوی لا نه دی، انتخاب خو لا هلته پرېږده.

د ۲۰۱۲ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید مرستیال، پال راین چې د استاځو د مجلس غړی دی، بیا هم د ګوند د مشرانو غوښتنه نه مني چې غواړي هغه [پال راین] د ښاغلي بېنر ځای ونیسي .

بېنر ښايي تقاعدي وځنډوي

که چیري د بېنر ځای ناستی پیدا نشي نو په کانګرس کې د مشرتابه د خلا د مخنیوي دپاره کیدای سي چې ښاغلیْ بېنر خپله تقاعدي وځنډوي او د ګانګرس مشرۍ ته په یوه داسې حالت کې ادامه ورکړي چې کانګرس پر ډلو ډلو ویشل سوی دی او یو شمېر مهم مهال ویشونه یې په مخ کې دي.

تیره اونۍ د امریکا د خزانې وزارت ښاغلي بېنر ته خبرداری ورکړ چې که د فیډرالي حکومت د پور اخیستنې حد لوړ نشي نو د نومبر په دریمه نېټه به د امریکا د حکومت بودیجه خلاصه سي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست داسې وویل"دا کار به د امریکا حکومت د یوه واقعي خطر سره مخ کړي او د لومړي ځل دپاره به داسې یو حالت راسي چې د امریکا حکومت به خپل د بیلونو په تادیې کې پاته راسي. "

زیات شمیر جمهوري غوښتونکي، په تیره بیا هغه کسان چې په امریکا کې ځانونه غټو مقامونو ته کاندیدوي په دې کې زړه نا زړه توب ښيي چې د یو شمیر اصلاحاتو پرته---- چې د حکومت مالي وضیعت به یې په لړ کې ښه سي---- د امریکا د پور اخیستې حد لوړ کړي.

امریکا ۱۹ ټریلیونه پوروړې ده

سناتور مارکو روبیو چې د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو دپاره د جمهوري ګوند کاندید دی داسې وايي "مونږ ۱۹ ټریلیونه ډالره پوروړي یوو. دلیل یې چې دا یوه ستونزه ده دا دی چې زمونږ د ټول اقتصاد اندازه ۱۸ ټریلیونه ډالره ده. "

په عین حال کې ولسمشر اوباما ویلي دي چې د حکومت د پور اخیستنې د حد د لوړولو په برخه کې به مزاکرات ونکړي ځکه دا د کانګرس مسولیت دی چې بودیجه تصویب کړي او ددې مخه ونیسي چې امریکا د خپلو بیلونو په تادیې کې پاته رانسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست داسې وايي"د پور د کچې زیاتول په دې معنی نه ده چې حکومت به نوي لګښتونو کوي بلکې یواځي به دهغو پروګرامونو دپاره لګښتونو برابرېږي چې کانګرس په خپله تصویب کړي دي."

د پور د حد د لوړولو ترڅنګ کانګرس باید د ډیسمبر تر ۱۱ مې نېټې پوري د امریکا د حکومت بودیجه هم تصویب کړي چې د حکومت د یوې برخې د بندېدو مخنیوی وسي.

د ریپوټونو له مخې د سپینې ماڼۍ او د کانګرس د مشرانو ترمنځ د یوې اوږدمهالې بودیجې د تصویب په هکله په خبرو کې پرمختګ سوی دی خو تر څو پوري چې د کانګرس مشر ټاکل شوی نه وي داسې نه برېښي چې دا خبرې به نتیجه ورکړي او یا پر کومې اوږدمهالې لایحې به رای ګیري وشي.

XS
SM
MD
LG