د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د مظاهرو د ځپلو دوام؛ د وژل شویو شمیر دوه برابره شوی


په ایران کې د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهرو د ځپلو په لړ کې د وژلو شویو شمیر کابو دوه برابره شوی او ۳۵ کسانو ته رسیدلی دی.

د ایران دولتي رسنۍ ویلي دي «د هغو کسانو شمیر چې په هیواد کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله وژل شوي ۳۵ تنو ته لوړ شوی دی» په دې کې پنځه امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

تر دې مخکې یوې غیر دولتي موسسې ویلي وو چې د ایران په مظاهرو کې شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي دي.

دغه مظاهرې کابو یوه اوونۍ مخکې وروسته له هغه د ایران په بیلابیلو برخو کې پیل شوې چې د مهسا امیني په نامه یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو په قید کې ووژل شوه.

مظاهرې اوس د ایران د پلازمینې تهران په ګډون د هغه هیواد بیلابیلو لویو ښارونو ته خپرې شوي دي.

دغه کردۍ ځوانه میرمن د ناسم حجاب د اغوستلو په تور د ایران د "اخلاقي پولیسو" له خوا تر نیولو کیدو وروسته درې ورځې په کوما کې تیرې کړې او بیا وویل شول چې مړه شوې ده.

د جمعې په ورځ هم د ایران په بیلابیلو برخو کې مظاهرې روانې وې، په انلاین ویډیو ګانو کې ښکاره کیږي چې مظاهرې په تهران او د تبریز په ګدون په یو شمیر ښارونو کې په تاوتریخوالو اوښتي دي.

اسوشیټد پرس لیکلي، په یو شمیر ویډیو ګانو کې ښکاري چې امنیتي ځواکونه د هغه هیواد د شمال غرب په یو شمیر ښارونو کې پر عادي مظاهره کوونکو ظاهرا چاودیدونکي توکي ګزاروي.

په یوه ویډیو کې چې په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د غیر دولتي سازمان له خوا خپره شوې، ښکاري د امنیتي ځواکونو یو غړی چې نظامي دریشي یې هم اغوستې، د تهران په فردوسي واټ باندې د کلاشینکوف په واسطه پر مظاهره کوونکو ډزي کوي.

د یاد سازمان یوه بله ویډیو د جمعې په ماښام د تهران پر لویه لار د امنیتي ځواکونو یو کاروان ښکاره کوي.

د راپورونو له مخې، د ایران امنیتي ځواکونو د اصلاح غوښتونکي ورځپاڼې "شرق" څخه د نیلوفر حمیدي په ګډون چې د مهسا امیني د مرګ خبر یې ورکړی وو، ګڼ شمیر فعالین او خبریالان نیولي دي.

د انټرنټ قطع کیدل

بلخوا په ناروې کې میشت د کردانو د بشري حقونو ډلې ویلي دي چې مظاهره کوونکو د غربي آذربایجان ولایت د اشنویه ښار یو شمیر برخې نیولي دي.

په ویډیو ګانو کې ښکاري چې خلک په دې ښار کې په آزاد ډول تګ راتګ کوي، خو د کردانو د بشري حقونو بنسټ تائید کړې چې کیدای شي دا موقتي واوسي او د نویو ځپونکو اقداماتو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې ناوخته په عمدي توګه د انټرنټ د بندیدو له امله د نورو مرګ ژوبلو په اړه خبرداری ورکړ.

بلخوا د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جمعې ناوخته وویل چې مهسا امیني وهل ټکول شوې نده.

هغه زیاته کړه:" د څیړونکو سازمانونو راپورونه راورسیدل، له شاهدانو سره مرکې وشوې، ویډیوګانې وکتل شوې، د داکټرانو نظریات واخیستل شول او دا وموندل شوه چې وهل ټکول ندي شوي."

خو د بښنې نړیوال سازمان د ایران تحقیقات رد کړي دي او د ځپونکو اقداماتو په وړاندې یې د نړۍ د "معنی داره" اقدام غوښتنه کړېده.

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د انټرنټي خدماتو د پراخیدو په هدف ایران ته د انټرنټ پر لیږد لګیدلي محدودیتونه کموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزی انتوني بلینکن وویل، نوي اقدامات به د ایرانیانیو د نظارت او سانسور په اړه د ایران د حکومت د هڅو په وړاندې له مقابلې سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG