د لاس رسي وړ اتصالات

دموکرات سناتور په جمهوري پلوه ایالت کې بریالی شو


دموکراتانو وروسته له ٢٥ کلونو وکړای شول چې د الاباما ایالت د سنا چوکۍ وگټي او جمهوري غوښتونکو ته ماتې ورکړي.

دموکران سناتور ډگ جونز، په یو ډیره نژدې سیالۍ کې وکړای شول چې خپل جمهوري غوښتونکي سیال روی موور ته د رائیو په ډیر کم توپیر ماته ورکړي.

دموکرات سناتور جونز وکړای شول چې د مجموعي رائیو ۴۹،۹ فیصده وگټي په داسې حال کې چې د هغه سیال موور ۴٨،۴ فیصده رای گټلي دي. په دې توگه ښاغلی جونز لومړنی دموکرات سناتور دی چې د ١٩٩٢ کال راپدیخوا د الاباما ایالت د استازي په توگه د سنا مجلس ته لاره مومي.

ډک جونز د انتخاباتو له نتیجو وروسته خپلو پلویانو ته وویل "د دسامبر د ١٢ انتخاباتي نتیجو وښودله چې د الاباما خلک ډیر شریک شیان لري تر دې چې له یو بله جلا وي".

ښاغلي جونز په الاباما کې خپل بریالیتوب "د قانون د حاکمیت، عزت او احترام" بریالیتوب وباله.

دموکراتانو دغه بریا د جمهور رئیس ټرمپ لپاره ستره ماتې گڼي او وایي چې دوی وکړای شول د څه دپاسه دوو لسیزو وروسته د خپل انتخاباتي کاندید د وړتیا او کیفیت" په خاطر دغه بریالیتوب ترلاسه کړي.

د دموکراتانو په دغه بریالیتوب سره به د جنورۍ په میاشت کې د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکي ٥١ څوکۍ او دموکراتان ۴٩ څوکۍ ولري او د جمهور رئیس ټرمپ د پروگرامونو د عملي کیدو کار به ستونزمن شي.

جمهوري غوښتونکی رای موور سره له دې چې جمهور رئیس ټرمپ یې ملاتړ کاوه، خو د جمهوري غوښونکي گوند یو شمیر نور مشران یې مخالف وو.

جمهوري غوښتونکی موور په ٧٠ لسیزه کې په جنسي بدرفتاریو تورن شوی دی او یو شمیر دموکراتو څیړونکو همدا دلیل د هغه د ماتې اصلي لامل بللی دی. د الاباما ایالت په عمومي توگه د جمهوري غوښتونکي گوند پلوي ایالت بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG