د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا د وبا پر مخنیوي د دموکراتو کاندیدانو بحث


د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست پخوانی مرستیال جوبایډن او سناتور برني سنډرز په نیوهمشایر کې د فبروري په اومه بحث کوي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ له امریکایانو نه و غوښتل چی د خوراکی او ضروری موادو له ذ خیره کولو نه ډډه وکړي، ځکه د ضروری شیانو دوکانونه به دکرونا ویروس د ستونوزو په اوږدو کې خلاص وي.

دامریکا د ناروغیو د ستر متخصص انټونی فوچي پر امریکایانو غږ کو ی چی په ډیره حوصله او صبر انتظار وکړي څو پورې چې د کرونا ویروس خپریدل سوکه شي او دخلکو ژوند خوندي شي.

ددې وبايی ویروس په برخه کې معلومات ورځ تربلی بدلون مومی . خو تازه او ښه خبراددی چیدامریکا چارواکی وايی ددې نويویروس په مقابل کې د خوندی ساتنی ازموینه نن ددوشنیبی په ورځ پیل کېږیږ.

له بل پلوه د ټرمپ اداره ددې ویروس د خطراو وبايی ستونزې په اړه ډول ډول معلومات ورکوی.

د کــرونــا وبــا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

روغتونه ددې خطر احساس کوی چی که ددی وبا خپریدل زورواخلی، نو د ضروری دواگانو تهیه کول به له ستونزو سره مخامخ شي.

په روغتونو کې به د بستر او صحی کارکووونکیو د لاسرسي مسله څنگه هم ستونزمنه شي.دنیویارک والی انډریو کومو غږ وکړ چی پکارده پوځ نوي روغتونونه جوړکاندي.

د ویروس د ازمویلو لپاره اول په بوډاگانو او صحی کارکوونکی تمرکز کیږی ، اوهمدارنگه هغه کسان چی مخکی ترمخکی صحی تنفسی ستونزی لری.

ازموینه به ۴٥ روغو رمټو ځوانانو پیل شی. هغوی په خپله خوښته دیکا رته حاضر شوېدی.

دروغتیا چارواکی وايی د نوی واکسینپه جوړولو چی له کرونا سره مقابله وکړی ټول ټال اتلس میاشتی ولگیدلی.

XS
SM
MD
LG