د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتان د افغانستان د سولې خبرو کې د ښځو گډون اړین بولي


د امریکا د دیموکرات گوند وایي چې د افغانستان د سولې د پروسې په بهیر کې دې ښځې خامخا شاملې وي.

دغه څرگندونې پداسې حال کې شویدي چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د خبرو نه وروسته د ښځو د حقونو په اړه اندنښنې راپاریدلې دي.

د امریکا د دیموکرات گوند غړي وایي چې د امریکا حکومت دې د طالبانو سره د خبرو په دوران کې د ښځو گډون باوري کړي او لمړیتوب دې ورته ورکړي.

دغه موضوع د بهرنو چارو په کمیټې کې یواځینۍ ښځې سناتورې جیني شاهین وړاندی کړیده .

په افغانستان کې د امریکا د طالبانو سره د مذاکراتو پیلیدو نه وروسته ځینې خلک داسې اندیښنې څرگندوي چې د سولې په موافقه کې به د ښځو ځینې حقونه د پامه وغورځولې شي.

درې تنه دیموکرات سناتورانو اغلې جیني شاهین، باب مننډیز او پیټرک لیهي د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو ته په یو لیک کې ولیکل چې امریکایي عسکرو د افغان ښځو د حقونو لپاره سترې قربانۍ ورکړیدي.

دغه سناتورانو په خپل لیک کې ټینگار کړیدی چې د امریکایي ځواکونو قربانۍ او وخت دې ضایع نشي او د سولې په خبرو کې دې د افغان ښځو استاځیتوب وکړل شي.

XS
SM
MD
LG