د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتانو جوبایډن رسما د جمهوري ریاست ټاکنو ته د کاندید په توګه غوره کړ 


دیموکراتانو د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۹) په رسمي ډول د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال جوبایډن د نومبر د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د خپل کاندید په توګه غوره کړ.

د دیموکراتانو د کنوانسیون په دویمه ورځ ګډونوالو پر جمهور رئیس ټرمپ نیوکې وکړې او د بایډن د رهبري مهارتونه یې وستایل.

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي کمپاین د دیموکراتو سیاستوالو ددغو نیوکو په ځواب کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره جوبایډن د کیڼ اړخو رادیکالانو د لاس بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي:" یو څوک دې جو بایډن ته واضح کړي چې هغه اوس د دیموکراتانو رسمي کاندید دی، په دې معني چې د هغه کیڼ اړخو رادیکال امرینو رسما د چارو واګۍ لاس کې اخیستی دی."

ټاکل شوېده نن چهار شنبه د اګست ۱۹ (زمري ۲۹) د جوبایډن مرستیاله کاملا هریس، پخوانی جمهور رئیس باراک اوباما او سناتوره الیزابت وارن هم د دیموکراتانو په کنوانسیون کې چې په انلاین ډول پیل شوی، ویناوي وکړي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري چې د اوباما او بایډن د حکومت پرمهال کار کړی دی، د سه شنبې په شپه د ټرمپ بهرنۍ پالیسي ناکامه وبلله.

پخواني ولسمشر بیل کلنټن هم د ټرمپ پر رهبرۍ په ځانګړې توګه د کرکیچ د رهبرۍ پرمهال انتقاد وکړ.

ټاکل شوېده جمهور رئیس ټرمپ راتلونکې اوونۍ د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د خپل ګوند له خوا د کاندیداتوري وړاندیز په رسمي ډول ومني.

په داسې حال کې چې دیموکراتان په مجازي ډول راغونډ شوي، جمهور رئیس ټرمپ د سه شنبې په ورځ دوو مهمو ایالتونو ایوا او اریزونا ته سفر وکړ څو د رایه ورکوونکو په ځانګړې ډول د میرمنو ملاتړ ترلاسه کړي.

جمهور رئیس ټرمپ او مایک پنس هغو ایالتونو ته سفر کوي چې په ټاکنو کې د سخت رقابت امکان پکې موجود دی.

XS
SM
MD
LG