د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک ولې د ایران نه خپل سفیر بیرته راوغوښت؟


ډنمارک په ایران تور لگولی چې په ډنمارک کې یې د دریو ایرانیانو د قتل ناکام کوښښ کړی او له دې کبله یې د ایران نه خپل سفیر بیرته راوغوښت

د ډنمارک د بهرنو چارو وزیر سیمویلسن خبریالانو ته وویل چې ډنمارک به هیڅ کله هم د دې اجازه ورنکړي چې د ایران د استخباراتو کسان دې په ډنمارک کې خلک ووژني. هغه وویل چې دغه برید په ایران کې د سپتمبر په میاشتې کې د یوې حملې د غچ اخیتسلو لپاره پلان شوی و.

د ډنمارک استخباراتي اداره پي اي ټي په تهران تور لگوي چې په دغه ملک کې په اوسیدونکو درېو ایرانیانو یې د برید پلان جوړ کړی و. د ډنمارک د امنیتي چارو مامور فین بورچ وویل چې په دغو دریو کسانو شک دی چې هغوي د احوض د بیلتون غوښنونکې ډلې د عربو د مبارزې د تحریک غړي دي.

د اکتوبر په میاشت کې یو ٢١ کلن ایران نژاده د ناروې تبع د ایران د استخباراتو سره د مرستې په تور نیول شویدی. چارواکي وایي چې ایران دغه کس ته د دریو ایرانیانو د وژلو دنده سپارلې وه. د یادونې وړ ده چې دغه کس په سویډن کې نیول شویدی.

دغه نیول شوي مشکوک کس په ځان لگیدلي تورونه رد کړیدي. ایران هم د ډنمارک د حکومت تور رد کړی.

XS
SM
MD
LG