د لاس رسي وړ اتصالات

نجیب ازاد: ارګ کې کوچنۍ کړۍ د ښه کار مخه نیسي


د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب ازاد نن د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته د خپلې دندې د ګوښه کیدو په اړه یو لړ لاملونه وړاندې کړل او ویې ویل، چې په ارګ کې یوه خاصه کړۍ د جمهور رئیس په بې خبرۍ کې د ښایسته سالارۍ اصل ترپښو لاندې کوي.

هغه په دغه کړۍ کې د شاملو کسانو نومونه وانخیستل، خو دومره یې وویل چې دا یوه "کوچنۍ اداري کړۍ" ده.

ښاغلي ازاد وویل " ارګ کې د نهو میاشتو د کار په موده کې د پوښتنې وړ فعالیتونو شاهد وم، چې بیلګې یې پرته له دې چې جمهور رئیس صاحب پرې خبر اوسي، یوه ځانګړې کړۍ د حکومت لاس ته راوړنو او هڅو ته زیان رسوي او ورته منفي رنګ ورکوي، دوهم د ښایسته سالارۍ اصل چې جمهور رئیس په لومړیو کې پرې ټینګار کوه، د همدې "کوچنۍ اداري کړۍ " له خوا هره ورځ ترپښو لاندې کیږي".

هغه وویل، چې دغې وضعیت ته په کتو یې پریکړه کړې، چې نور افغان حکومت سره کار ونه کړي.

هغه وویل، که چیرې له جمهور رئیس غني سره د لیدلو امکانات ورته برابر شي، نو دې به هغه ته د دغې کړۍ د کړنو په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند پخواني مرستیال وویل، چې د مرغومې په څلورویشتمه یې خپله استعفی جمهور رئیس محمد اشرف غني ته استولې وه، خو همدغې ځانګړې کړۍ د ده استعفی هم جمهور رئیس ته د دې لپاره نه ده وړاندې کړې.

هغه وویل، معمولآ جمهور رئیس غني د هغو مامورینو سره چې له خپلو ندو استعفی کوي، د استعفی د منلو وړاندې ویني او د استعفی لاملونه ورڅخه پوښتي .

هغه وویل، چې همدغې ځانګړې کړۍ ارګ ته د تګ راتګ لپاره د ده د کارت موده چې د ډسامبر په ۳۱ مه پای ته ورسیدله هم تمدید نه کړه.

نجیب ازاد وویل، چې د جمهور رئیس سره د کتنې وروسته به د ټولو هغو مسلو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي، چې ده په تیرو نهو میاشتو کې په ارګ کې د کار په موده کې په خپلو سترګو کتلي دي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې ښاغلی ازاد له خپلې دندې څخه د اوږد غیابت له امله ګوښه کړی شوی دی.

ښاغلي مرتضوي ویلي، چې ښاغلی ازاد له دې وروسته د حکومت استازیتوب نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG