د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني خبریال د سوري ماشومانو په نوم پیسې ټولولې


په جعلکارۍ او ناوړه استفادې باندې تورن شوی جرمنی خبریال

د جرمني مشهورې مجلې شپیگل خپل پخوانی نامتو خبریال تورن کړی چې د سوري ماشومانو په نوم یې په درغلۍ پیسې ټولې کړي او دې مجلې ته یې پرله پسې جعلي مرکې او مضمونونه استولي دي.

د شپیگل مجله وایي خبریال کلاس رلوتیوس په ترکیه کې د اوسیدونکو سوري ماشومانو په اړه جعلي رپوټونه مجلې ته استولي وو.

پر هغه تور دی چې په خپلو رپوټونو کې یې یو کمپاین پیل کړی و او له لوستونکو یې غوښتي وو چې د سوریې له هغو بې وزلو ماشومانو سره مالي مرستې وکړي چې د ترکیې په کوڅو کې اوسیږي. مجله وایي هغه ددغو مرستو لپاره د خپل شخصي بانک حساب ورکړی و چې پیسې یې خپل جیب ته لاړې شي.

٣٥ کاله مخکې یوې جرمنۍ خبري مجلې د ادولف هیټلر جعلي خاطرې چاپ کړې وې له هغه وخت راوروسته د شپیگل مجلې وروستی جنجال پدې هیواد کې د ژورنالیزم تر ټولو ستره رسوایي ده.

د شپیگل مجلې د خپل خبریال پر وړاندې د قانوني اقداماتو اعلان پداسې حال کې کړی چې پدې هیواد کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر دغه خبري مجله په امریکایي ضد تمایلاتو تورنه کړې او پدې هکله یې د ناپیلو پلټنو غوښتنه کړې.

د امریکا سفیر ریچارد گرنیل شپیگل مجلې ته په یو لیک لیکلي چې د ٣٣ کلن خبریال کلاس رلوتیوس له خوا شوې درغلي ددغې خبري مجلې نشراتي چلند په ډاگه کوي.

د په گوته شویو غلطو او جعلي خبرونو یو شمیر یې چې رلوتیوس پرې اعتراف کړی په متحده ایالاتو کې جوړ شوي چې د یو مذهبي فعال معرفي په کې شامله ده. دغه فعال د اروزونا او مینوسوتا ایالتونو ته ځي چې د مهاجرت ضد جنگیالیو د اعدامونو ننداره وکړي.

د امریکا سفیر گرینل مجلې ته په خپل لیک لیکلي چې دغه غلط خبرونه په پراخه توگه د امریکا د متحده ایالاتو پالسیو او ځانگړو امریکایانو ته متوجه دي "مونږ دمخه د امریکا د پایسۍ او د امریکا د حکومت په اړه د غلطو رپونو په هکله د شپیگل اډیتورانو او ژورنالیستانو ته په مستقیمه توگه خپله اندیښنه څرگنده کړې ده".

ښاغلي گرینل دا هم ویلي چې کیدای شول د امریکا ضد رپوټونو مخنیوی شوی وای کچیرې له خپریدو دمخه مواد د حقیقت موندنې لپاره د امریکا له سفارت سره شریک کړی وای.

XS
SM
MD
LG