د لاس رسي وړ اتصالات

په متحدو ایالاتو کې منځمهالې ټاکنې او ویشل شوی کنټرول


نانسی پېلوسی ته په واشنگټن ډي سي کې د نومبر په ٦ – مه د یوشمیر پلویانو له خوانه هرکلی وویل شو.

ډیموکراټانو د استازیو په مجلس کې اکثریت وګاټه خو جمهوري غوښتونکو په سنا کې خپل قدرت نور هم زیات کړ...

ډیموکراټانو د استازیو په مجلس کې اکثریت وګاټه خو جمهوري غوښتونکو په سنا کې خپل قدرت نور هم زیات کړ.

جمهوري غوښتونکو چې مخکې یو پنځوس څوکۍ درلودې، اوس ښایي دوه یا درې نورې هم وګټي.

اما ډیموکراټانو له اتو کلونو وروسته د استازو د مجلس کنټرول ترلاسه کړ.

د ډیموکراټانو مشرې نانسي پلوسي په بریا خوښي وښوده او ویې ویل نظام کې به د ډیموکراټانو د ځای او موقعیت د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

د ډیموکرات ګوند په مرکزي دفتر کې ډیموکراټې مشرې نانسي پلوسي په کانګرس کې دا بریا د یوې نوې ورځې په توګه اعلان کړه.​

ډیموکراته مشره نانسي پلوسي وايي:

"دا به زموږ مسؤلیت وي څومره چې کولی شو خپل مشترک ټکي پېدا کړو، پر یوشمېر مسایلو باندې په خپل دریځ کلک وردېږو په کوم ځای کې یې چې نشو کولی، خو باید هڅه وکړو، یو ډیموکراټ کانګرس به د مشکلاتو د هواري لپاره کار وکړي څو موږ سره یو ځای کړي، ځکه په کافي اندازه اختلافات لرو."

پلوسي به اوس د استازو د مجلس راتلونکې مشره شي، د جینفر ویکسټون په شان ډیموکراټانو په برکت چې په ویرجینیا کې یې څوکۍ وګټله.

خو جمهوري غوښتونکو په شمالي دکوټا، میزوري او اندیانا کې د ډیموکراټانو په ماتولو سره په سنا مجلس کې خپل اکثریت نور هم زیات کړ.

مایک براون د جمهوري غوښتونکو بریالی کاندید دی.

د سپیني ماڼۍ ویانده سارا سندرز وايي جمهور رئیس ټرمپ په سنا کې په اکثریت خوشاله دی.

خو شننونکي وايي، د جمهور رئیس جدي کمپاینونه د دې لامل شول چې د دواړو لورو پلویان رایه ورکړي.

جمهور رئیس ټرمپ او ډیموکراټان اوس له یوې نوې پوښتنې سره مخ دي، په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته دوه کاله پاتې دي دواړه ګوندونه کولای شي ګډ کار وکړي او که نه؟

XS
SM
MD
LG