د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د 'DNA'د تشخیص لومړنی مرکز پرانیستل شو


د افغانستان د روغتیا وزیر وايي، د 'DNA' د لومړني څېړنیز مرکز په پرانیستلو سره به د اړتیا پر مهال د اشخاصو ژنیتیکي موارد او هویت تشخیص کړل شي.

ډاکټر فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۶مه» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر دې مخکې له کاله د 'DNA' شاوخوا سل پېښې د تشخیص لپاره په ډېره لوړه بیه کاناډا ته استولې چې د نوموړي په وینا د یاد مرکز په پرانیستلو سره به دغه تشخیص اوس په افغانستان کې تر سره کېږي.

هغه وویل:"دغه مرکز کولای شي چې په چاودنو، ځانمرګو او طبیعي پښو کې د له منځه تللو انسانانو نمونې وپيژني چې د کوم انسان مربوط ده، د زېږېدنې او ماشوم په برخه کې مرسته کوي، د کورنیو اړیکو د تشخیص په برخه کې مرسته کوي، همدارنګه د افغانستان د قومونو د او خلکو د ريښو په پيژندلو کې مرسته کوي."

د هغه په خبره چې د یاد مرکز د جوړولو لپاره مخکې کارونه تر سره شوي و، خو د متخصص کسانو، وسایلو او مالي امکاناتو د نشتوالي له امله یې فعالیت نه و پیل کړی.

د افغانستان د روغتیا وزیر زیاته کړه چې د دغه څېړنیز مرکز وسایل چې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا په ګډه برابر شوي دي.

ښاغلي فیروز د یاد مرکز پرانیستل په افغانستان کې د عدالت د ټينګښت او ښې حکومتدارۍ په برخه کې مهم وباله.

  • پر بې طرفۍ ټینګار

د یاد څېړنیز مرکز د پرانیستلو پر مهال د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دغه مرکز کې د مداخلې، فساد او ناوړه استفادې پر مخنیوي باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې د عدلي طب او د دغه څانګي د کار کوونکو امنیت باید ونیول شي او کاري محرمیت چې د عدلي طب له حساسو برخو څخه ګڼل کيږي باید په نظر کې ونیول شي.

هغه زیاته کړه:"په دغه ځای کې ناوړه استفاده، د اداري فساد رامنځته کول، او نفوذ پیدا کول به یوه جفاوي له خلکو او هیواد سره."

د روغتیا وزیر بیا ډاډ ورکړ چې عدلي طب تل کاري اخلاق مراعت کړي او د هیڅ ډول نفوذ تر اغېز لاندې نه دی راغلی او همداسې به خپل کار ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG