د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي نارینوو ته د ښځو د وهلو چل ورښيی


د سعودي عربستان دولتي ټلوژن یو ویډیو خپره کړیده او په هغې کې نارینوو ته د میرمنو د وهلو صحیح طریقه ورښیی.

په دغه ویډیو کې ښونکی خالد الشقبي واېي چې دی په دې پوهیږي چې دا یوه پیچلي مسئله ده او په دی هکله ډیر مسائل موجود دي خو هغه زیاتوي چې دغه مشکل وخت به هم تیر شي.

دغه ویډیو چې څه موده مخکې د سعودي په دولتي ټلوژن کې خپره شوی وه اوس هغه په واشنگټن کې د منځني ختیځ په څیړنیز مرکز کې ترجمه شوي او خپره شوي هم ده.

الشقبي وایی چې نارینه باید اول خپلې میرمنې پوهه کړي او د هغې نه ورسته تشدد وکړي. هغه دا ومنله چې ځیني سړي لختي او یا داسي نور شیان د میرمنو د وهلو لپاره استمعالوي، خو هغه وایی چې داسي باید ونشي.

الشقبي وایی چې پکار ده ښځي په مسواک او یا هم په رومال ووهلی شي چې یواځي د سړو غوسه څرگنده شي او ښځي ټپي نه شي.

د بشر او د ښځو د حقوقو ډلو دغه ویډیو په سختو ټکو غندلي ده. د یادوني وړ ده چې په پاکستان کې هم تیره اونۍ د اسلامي مسئایلو مشورتي شورا د خپل ملک پارلیمان ته یوه قانوني مسوده وړاندي کړیده چې په هغې کې ې نارینو ته د میرمنو د وهلو اجازه ورکړي ده.

XS
SM
MD
LG