د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: له ۲۰ زره کسانو سره د طالبانو په ضد جګړې ته ځم


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د اختر په ویاړ په خپل پیغام کې ویلي دي چې د ٢٠ زره کسانو سره به یو ځای د طالبانو په ضد جگړې ته وردانگي.

ښاغلي دوستم د اختر په پیغام کې وویل چې د طالبانو تازه دمه جنگیالي افغانستان ته راغلي دي او غواړي د هیواد په شمال کې ځای پر ځای شي.

هغه وویل "که حالات په همدې ډول دوام وکړي، زه د هیواد د مشرانو، سپین ږیرو او علمای کرام سره سلا مشوره کوم چې پخپله د طالبانو په وړاندې د جگړې میدان ته ولاړ شم".

ښاغلي دوستم د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې ویلي چې جگړه د حل لاره نده او که د طالبانو سره جگړه کې هغه دخیل شي بیا یې په خبره د "طالبانو ماتې سل په سلو کې" یقیني ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال پخوا هم څو ځلې په ځانگړې توگه د فاریاب په ولایت کې د خپل امر لاندې کسانو سره د طالبانو په وړاندې جنگیدلی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده د اختر په پیغام کې ویلي دي چې خپلو "اهدافو" ته تر رسیدو به جگړې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG