د لاس رسي وړ اتصالات

جنبش د ولسمشر غني د استعفی غوښتنه وکړه


د جنبش پلویانو په مزار کې مظاهره وکړه

د ولسمشر غني د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر مشر عنایت الله فرهمند وايي چې باید ولسمشر غني له خپلې دندې استعفی وکړي.

ښاغلي فرهمند امریکا غږ ته وویل چې د خلکو ستونزې اوس تر پخوا زیاتې شوې دي او په خبره یې ولسمشر غني هم په "یو صعب العلاج تکلیف مبتلا دی اود هېواد د اداره کولو توان نلري، باید استعفی" ورکړي.

نوموړي همدغه راز د هغو افغان ځواکونو د محاکمه کولو غوښتنه هم وکړه چې د هغه په خبره د نظام الدین قیصاري ساتونکي یې وژلي دي.

د مزار شریف مظاهره
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

د سه شنبې په ورځ (جولاۍ۱۰) د دوستم یو شمېر پلویانو د مزار شریف ښار په دخولي دروازه کې د ولسمشر غني تصویر لېرې کړ. مظاهره کوونکو چې د جنرال دوستم او عطا محمد نور تصویرونه لېږدول، د ولسمشر غني پر ضد یې شعارونه هم ورکړل.

د جنبش پلویان له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې مظاهرې کوي او د نظام الدین قیصاري د سملاسي خوشې کېدو او هېواد ته د ښاغلي دوستم د بېرته ستنولو غوښتنه کوي. خو افغان چارواکي وايي قومندان قیصاري امنیتي ځواکونو ته د ګواښ کولو او ځینو نورو تورنو له کبله نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG