د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د کرونا درملنې په روغتون کې اور ۸۲ تنه مړه کړي


د ابن الخطیب روغتون له اور وروسته
د ابن الخطیب روغتون له اور وروسته

په عراق چارواکي وايي‌ د کرونا ویروس ناروغنو د درملنې په یو روغتون کې اور لګېدلی او لږ تر لږه ۸۲ تنه مړه شوي‌ دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي‌ چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد المهنه د عراق دولتي‌ تلویزون ته وویل: «موږ باید ژر تر ژره په ټولو روغتونو حفاظتي اقدامات وارزو چې په آینده کې د دا ډول دردناکو پېښو مخه ونیول شي.»

روغتیايي‌ چارواکي وايي چې پېښه د «اکسیجن د ډبو په زېرمتون» کې د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدوګانو کې ښودل کېږي چې د اطفايې ماموران د «ابن الخطیب» په روغتون کې د اور په مړه کولو اخته دي.

دا روغتون د بغداد په جنوب ختیځه سیمه کې دی. د اور له لګېدو وروسته ناروغان او د ناروغانو یو شمېر خپلوان له روغتون څخه وتلي دي.

په روغتون کې د یو بستر ناروغ ورور احمد ذکي وویل: « اور لکه تیل داسې ژر وپاشل (خپور) شو. ما خپل ورور له روغتون څخه راوویست، بیا اخري پوړ ته وختم چې نه و سوځېدلی، هلته مې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ ولیدله چې ساه یې بنده بنده کېدله او نژدې وه چې مړه شي.»

د ولسي دفاع څانګې د عراق دولتي تلویزون ته ویلي دي چې «۹۰ ناروغان او د ناروغانو ۱۲۰ خپلوان یې ژغورلي دي».

د ابن الخطیب روغتون د بغداد په جنوب ختیځه سیمه کې دی
د ابن الخطیب روغتون د بغداد په جنوب ختیځه سیمه کې دی

د عراق د عامې روغتیا وزارت وايي‌ چې په دغه هېواد کې شاوخوا یو میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته دي‌ او څه باندې ۱۵۲۰۰ نور کسان مړه شوي دي.

عراق شاوخوا ۴۰ میلیون نفوس لري او د روغتیا وزارت یې وايي هره ورځ نژدې ۴۰زره کسان ځانونه معاینه کوي چې د کرونا په ویروس اخته نه وي.

په عراق کې د جګړو له کبله روغتونونه او روغتیايي خدمتونه ډېر خراب شوي او روغتونونه د ناروغانو د بسترونو او درملو له کموالي سره مخامخ دي.

د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وایي دا مهال په نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړوه شمېر تر درې میلیون اوښتی او څه باندې ۱۴۵ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG