د لاس رسي وړ اتصالات

نایجریا کې د کښتۍ چپه کیدو پیښې کې ۲۴ تنه مړه شوي؛ لسګونه نور ورک دي


آرشیف
آرشیف

د نایجریا په شمالي مرکزي برخې کې یوه کښتۍ یکشنبه سپتمبر ۱۰ (وږي۱۹) چپه شوې، لږ تر لږه ۲۴ تنه پکې مړه شوي او لسګونه نور بې درکه شویدي.

چارواکو ویلي چې د ډوبو شویو کسانو د ژغورنې او لټون عملیات روان دي. چارواکو ویلي چې ډیر ډوب شوي کسان ماشومان او میرمنې دي چې د لرګیو څخه جوړې شوې کښتۍ کې د موکوا ولسوالۍ ته روان وو.

د نایجریا د اضطراري چارو ملي ادارې ویاندې زینب سلیمان د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په کښتۍ کې څه باندې ۱۰۰ تنه سپاره وو او ښایي د مړو شمیر نور هم زیات شي. میرمن سلیمان وویل چې د سیمې لامبوزنان د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.

هغې همدرانګه وویل چې تر دې دمه د ۲۴ کسانو مړي موندل شوي او ۳۰ تنه ژوندي هم ژغورل شویدي خو دا یې ندي ویلي چې په ژغورل شویو کې څومره یې میرمنې او څومره یې ماشومان دي. په نایجریا کې د کښتیو دا ډول پیښې ډیرې کیږي.

د دې هیواد په لیرې پرتو سیمو کې خلک د تګ راتګ لپاره د لرګینو کښتیو څخه کار اخلي چې پخپله یې جوړې کړیدي. ډیری دا ډول پیښې ځکه کیږي چې په کښتیو کې د ټاکلې اندازې څخه ډیر خلک سپریږي. تر اوسه د دې کښتۍ د چپه کیدو علت ندی څرګند شوی.

د دې هیواد په مرکزي برخه کې د جون په میاشت کې هم یوه کښتۍ چې د واده څخه بیرته راستنیدونکي کورنۍ پکې سپرې وې په سیند کې چپه شوه او څه باندې ۱۰۰ تنه پکې مړه شول.

ددې پیښې څخه یوه میاشت وړاندې هم ۱۵ ماشومان هغه وخت ډوب شول او ۲۵ نور بې درکه شول چې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې یوه کښتۍ، چې د اندازې نه ډیر کسان پکې سپاره و، په سیند کې چپه شوه. تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم د نایجریا د انامبرا په ایالت کې د یوې کښتۍ ډوبیدو په پیښه کې ۷۶ تنه په اوبو کې ډوب او مړه شول.

په کښتیو کې د ټاکلې اندازې څخه ډیر کسان سپریدل، په سمه توګه د کښتیو حفظ او مراقبت نه کول، د خوندیتوب قوانینو نه مراعت کول او په باراني موسم کې په سیند کې په کښتیو کې سفر کول هغه مهم عوامل دي چې د وګړو له پلوه د افریقا د لویې وچې پدې تر ټولو ستر ایالت کې ډیری وخت د کښتیو د چپه کیدو او خلکو د مړه کیدو سبب کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG