د لاس رسي وړ اتصالات

د عاشورا ورځ؛ کربلا کې دیوال غورځېدلی او لسگونه کسان مړه شوي


د عراق د کربلا په ښار کې د یو دیوال د نړیدو او د زیارت کوونکو د گڼې گوڼې په وجه لږ تر لږه ٣١ کسان وژل شوي او شاوخوا ١٠٠ تنه ټپیان دي.

دا پیښه هغه وخت وشوه چې په زرگونو شیعه ګان د محرم د میاشتې د لسمې د درناوي په خاطر په کربلا کې راټول شوي وو.

دا په کربلا کې د محرم د میاشتې د مراسمو په جریان کې تر ټولو مرگونې پیښه ده. مقاماتو ویلي چې د دیوال د نړیدو وروسته د خلکو په منځ کې اړ و دوړ پیدا شو او په نتیجه کې یې زیات شمیر کسان تر پښو لاندې شول.

پخوا د محرم د میاشتې د لسمې په مراسمو باندې څو وارې بریدونه شوي وو. په ٢٠٠۴ کال کې د یو ځانمرگي برید او څو چاودنو په نتیجه کې په بغداد او کربلا کې پدې ورځ ١۴٣ کسان وژل شوي وو.

په ٢٠٠٥ کال کې هم ددغو مذهبي مراسمو په ترڅ کې د یو ځانمرگي برید د شتون گونگوسي ګډوډي پیدا کړه چې په نتیجه کې څه دپاسه ٩٥٠ کسان د خلکو تر پښو لاندې او ووژل شول.

XS
SM
MD
LG