د لاس رسي وړ اتصالات

په قبایلي سیمې باندي بې پیلوټه الوتکې برید کړی


د پاکستان د استخباراتو ماموران وايي چي دامريکا يوې بې پيلوټه الوتکې نن سهار وختي د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمي د ميران شاه په ښارگوټي کي په يوه کور بريد وکړ، دري تنه طالبان يي ووژل او دوه تنه يي زخميان کړل. د پاکستان داستخباراتو مامورانو وويل چي يوي بې پيلوټه امريکايي الوتکې دوه توغندي وارکړل.شمالي وزرستان د طالبانو او القاعدې د پټيدو يو مهم ځاي گڼل کيږي.

خو دا ويره موجود ده چې د امريکايي الوتکې نننی حمله به هغو کوښښونو ته زيان ورسوي چې د امريکې حکومت يي پاکستان سره دخپلو خرابو اړيکو د سمولو لپاره فعلا کوي.

کله چي پروسږکال په نوامبر کې دمومندو په ايجنسۍ کي د ناټو په يوه هوايي بريد کي د پاکستان دپوځ ٢۴ تنه عسکر ووژل شول،نو پاکستان يي په ځواب کې په افغانستان کي دناټو ځواکونود اکمالاتو لاري وتړلي او د دواړو ملکونو روابط ساړه شول.

د چار شنبي په ورځ دوو لوړ پوړو آمريکايي جنرالانو، جيمز ماټيس او جان الن دپاکستان دپوځ د لوی درستيځ جنرال اشفاق پرويز کياني سره وکتل. دا لومړي ځل و چي د پاکستان او آمريکا د اړيکو د سړيدو نه وروسته دغو آمريکايي جنرالانو دپاکستان دپوځ سره وکتل. جنرال جان آلن په افغانستان کي دناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان دی او جنرال ماټيس دامريکا د پوځ د سترو درستيزانو د کميټي ريس دی.

دامريکا جمهور ريس بارک اوباما هم د جنوبی کوريا په پايتخت ،سيول، کي ديوي نړيوالي غونډي په ضمن کي د پاکستان د صدراعظم يوسف رضا گيلاني سره وکتل.

دپاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي چي دواړه ملکونه غواړي چي خپلي اړيکي سمي کړي او ژر به د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتو پرمخ خپلي لاري خلاصي کړي. خو هره پريکړه چي دپاکستان حکومت د امريکا سره په افغانستان کي د همکارۍ او يا اړيکو د ښه کولو لپاره کوي بايد لومړی يي ددغه هیواد پارلمان منظوري ورکړي.

پاکستان څو ځلي پر امريکا باندی غږ کړی دی چي په قبايلي سيمو کي دي د بې پيلوټه ډرون الوتکو بريدونه نه کوي ، ځکه چي زياتره ملکي وگړي په کي وژل کيږي او د پاکستان د ولس احساسات د امريکا پر خلاف راپاروي.

پاکستان دامريکا نه دا غوښتنه هم کړي وه چي بې له کوم قيد او شرط څخه دي د ٢۴ عسکرو د وژلو له امله معافي ورنه وغواړي خو امريکا يي دغه غوښتنه ونه منله.

صدراعظم يوسف رضا گيلاني وايي کوښښ به وکړي چي دامريکا سره د اړيکو د ښه کولو په خاطر دپارلمان منظوري حاصله کړي.

XS
SM
MD
LG