د لاس رسي وړ اتصالات

منصفه هیت د نړۍ د تر ټولو بدنامه قاچاقبر 'الچاپو' مجرم وباله


د نیویارک د بروکلین په ښار کې یو منصفه پلاوي د مکسیکو سره تعلق لرونکی د نړۍ د ترټولو بدنامه قاچاقبر الچپاپو گزمین د سه شنبې په ورځ ( فرورۍ ١٢) مجرم وباله

الچاپو گزمین د مکسیکو د یوې غریبې کورنۍ غړی و او د هیروینو او د نورو مخدره موارو په قاچاق کې یې په ملیاردو ډالره گټلې دي. د هغه د نوم 'الچاپو' معنی د ټیټ قد کس دی.

امریکا په هغه تور لگولی و چې د یوې لسیزې په مودې کې یې امریکا ته د مکسیکو نه په ډیره لویه کچه مخدره مواد قاچاق کړي و.

گزمین مخکې هم په امریکا کې نیول شوی و، امریکايي چارواکو مکسیکو ته وسپاره او بیا هغه هلته له زندان څخه وتښتېده. د گزمین د ژوند د تیرولو د طریقې له کبله هغه ته د هالي ووډ د رابن هډ خطاب هم کیده.

گزمین په مکسیکو کې د قاچاقبرانو د جنگونو یو لوی کردار بلل کیږي چې د کال ٢٠٠٦ راهیسې یې په دغه ملک کې بدامني خپره کړیده. هغه څو ځله د مکسیکو د بند نه تښتیدلی دی.

په مکسیکو کې په گزمین باندې نه یواځې د مخدره موادو د قاچاق تور دی خو په هغه د قتلونو او داسې ډول نور تورونه هم لگیدلې دي.

الچاپو گزمین په ٢٠١٧ کال کې په مکسیکو کې نیول شوی و او د امریکا د حکومت په غوښتنه مکسیکو امریکا ته حواله کړ.

XS
SM
MD
LG