د لاس رسي وړ اتصالات

'تیر کال افغانستان کې د نشه يي موادو ۲۳ لوی قاچاقبران نیول شوي'


د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو تیر کال په دغه هیواد کې د نشه يي موادو ۲۳ لوی قاچاقبران نیولي دي.

مسعود انداربي نن جمعه جون۲۶(چنګاښ۶) د نشه یي توکو سره د مبارزې اونۍ په مناسبت پیغام کې​ ویلي چې پولیسو د دې ترڅنګ د نشه يي موادو لسګونه واړه پلورونکي هم د قانون منګلو ته سپارلي دي.

مسعود اندرابي وايي چې یاد وزارت د نشه يي موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې:د"کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو تیر کال د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق بران نیولي او په لسګونو نور کار او باریان یې د قانون منګلو ته سپارلې دي."

هغه وايي چې افغانستان لا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې شااوخوا درې میلیونه کسان یې په نشه يي توکو روږدي شوي دي.

هغه په دومره لوی شمیر کې په نشه يي توکو د افغانانو اخته کېدل د دغه هیواد لپاره یوه لویه فاجعه بللې ده.

نوموړي زیاته کړې:"بدبختانه افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې شااوخوا درې میلیونه نفوس یې په نشه يي توکو روږد دی."

سبا د جون ۲۷مه په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اونۍ ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن جمعه امریکا غږ ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د لسو تنو نورو لویو قاچابرانو د نیولو هڅې هم پيل کړي دي.

هغه وویل چې د ۲۰۰۹ کال څخه بیا تر ۲۰۱۹ کال پورې ۳۰۹۰۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او کښت کولو په تور نیول شوي دي. چې په وینا یې په یاد کسانو کې طالبان هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې روان کال په ځينو ولایتونو کې د نشه يي توکو په کښت کې کموالی او ځینو کې زیاتوالی راغلی چې په وینا یې هڅه کیږي ټول کښتونه یې له منځه یووړل شي.

پر همدې مهال په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې له افغانستان سره یې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې ډېرې مرستې کړي دي.

په افغانستان کې پراخه بېکاري، ادارې فساد او د نشه يي موداو کښتونه په مخدره موادو د افغان ځوانانو د اخته کېد له اساسي لاملونو څخه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG