د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ بې چلونکي، بریښنايي بسونه په کار اچوي


دغه کیوب بڼې بسونه یوه امریکايي شرکت جوړ کړي دي
دغه کیوب بڼې بسونه یوه امریکايي شرکت جوړ کړي دي

د اماراتو د ټرانسپورت ادارې دوه مستطیل بڼې بریښنايي بسونه په دوبۍ کې په آزمایښي ډوله په کار اچولي دي.

دغه بسونه چې د یوه امریکايي شرکت لخوا جوړ شوي بیله چلونکي (ډریور) چلیږي.

د اماراتو د ټرانسپورت د ادارې یوه چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي‌ چې د دغه ډول بسونو د کارولو بشپړ پلان به د روان کال تر پایه جوړ شي.

تمه کیږي چې په راتلونکو څو کلونو کې د ډوبۍ د عامه ترانسپورت ۲۵ سلنه په همدغو بريښنايي او بې چلونکو بسونو ترسره شي.‌

دغه بسونه په یوه ساعت کې تر ۸۰ کیلومټر سرعت لري.

ډوبۍ چې ټول نفوس یې څه باندې ۹ میلیونه دی د سیمې تر ټولو مهم ترانزیتي، سوداګریز او توریستي ښار بلل کیږي.

تیر کال نږدې ۱۶ میلیونه سیلانیان او لنډمهالې مسافر، ډوبۍ ته تللي وه.

د متحده عربي اماراتو چارواکو څه موده وړاندې وویل چې په ډوبۍ کې د هوايي ټکسي د کارولو پر پلان هم کار کوي.

XS
SM
MD
LG