د لاس رسي وړ اتصالات

ډنفورډ: د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو خبرې د وخت نه مخکې دي


جنرال ډنفورډ وایي د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو پریکړه به امنیتي وضع ته په کتو کوي
جنرال ډنفورډ وایي د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو پریکړه به امنیتي وضع ته په کتو کوي

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس جنرال جوزف ډنفورډ په پنټاگان کې یوې خبرې غونډې ته ویلي دي چې د افغانستان نه د ټولو عسکرو د ایستلو خبرې لا د وخت نه مخکې خبرې دي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال جوزف ډنفورد دا څرگندونې پداسې حال کې کړیدي چې طالبانو ویلي دي د امریکا سره نهایي موافقې ته رسیدونکي دي.

ښاغلي ډنفورډ وویل چې د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو پریکړه به د دغه هیواد امنیتي وضع ته په کتلو کیږي.

هغه زیاته کړه: "دا اوس وخت مونږ پدی پوهه یو چې افغانان د تشدد پر وړاندې زمونږ ملاتړ ته ضرورت لري. که چیرته په راتلونکې کې یوه موافقه وشي او امنیتي وضع ښه شي نو څرگنده خبره ده چې زمونږ دریځ به هم تغیر وکړي."

د جنرال ډنفورډ سره د دفاع وزیر مارک اسپر هم دغې غونډې ته خبرې وکړې خو ښاغلي اسپر او ډنفورډ دواړو د قطر د خبرو د جزیاتو د ورکولو نه ډډه وکړه او ویې ویل چې تر هغه پورې چې امریکا د طالبانو سره یوې موافقې ته نه وي رسیدلې، هغوي به د افغانانو سره یو ځاې د طالبانو ضد جگړې ته دوام ورکړي.

ډنفورډ زیاته کړه: "یوه داسې موافقې ته ضرورت دی چې افغانان په خپلو کې خبرې پیل کړي چې د تشدد کمیدو ته لاره هواره شي."

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو پرون یعني د اگست په ٢٦ نیټه د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه ویلي و چې امریکا غواړي ژر تر ژره او زیاتره عسکر بیرته کور ته راولي.

پمپیو وویل چې امریکا په افغانستان کې دایمي حضور نه غواړي او وخت را رسیدلی دی چې زیاتره عسکر را اویستل شي.

له بلې خوا طالبانو په خپلې یوه اعلامیې کې هیله څرگنده کړیده چې د امریکا سره یوې نهایي موافقې ته رسیدونکي دي.

XS
SM
MD
LG