د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو په الاسکا ایالت کې ٧ درجې زلزله شوې


د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه صفر او ۵ اعشاریه ۷ درجو پر له پسې زلزلې د شنبې د ورځې (دسمبر ١) سهار د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت ځینې سیمې ولړزولې.

د زلزلې له امله د سیمې اوسېدونکي له خپلو کورنو څخه لارو کوڅو ته راوتلي دي او خلکو ته یې د ښار په جنوب کې د پرتو جزیرو د سونامې راتلو وېره پیدا کړه.

اسوشېټېډ پرس اژانس وايي، تر دامهاله هېڅ سونامې نه ده راغلې او نه هم تر دامهاله د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی دی.

د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې ویلي چې لوموړۍ زلزله د الاسکا په شمال کې پروت په «Anchorage» انکوریج ښار کې چې شااوخوا ۳۰۰،۰۰۰ نفوس لري رامنځته شوې ده.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې د شنبې په ورځ وویل چې په الاسکا کې د ورځې د ورځې راهیسې ١٩۴ کوچنۍ زلزلې شوې دي چې دغه شمیره ښایي نوره هم زیاته شي.

دغې زلزلې په پراخه توگه د بریښنا جریان قطع کړی او یو شمیر ودانیو ته یې تاوان اړولی دی.

ددې زلزلې له وجې مکتبونه، تجارتي مرکزونه او دولتي ادارې تړلي دي خو تر دې دمه د مرگ ژوبلې رپوټ ندی ورکړل شوی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ چې د جي شل هیوادونو په سرمشریزه کې د گډون لپاره د ارجنتاین پلازمینې بوئنوس ایرس کې دی په خپل ټویټر پاڼه یې د الاسکا له خلکو سره خواخوږي ښودژلې ده او له هغوی یې غوښتي چې د کارپوهانو له لارښونو سره سم اقدام وکړي. هغه ویلي چې فدرالي حکومت به له هیڅ ډول مرستې دریغ ونکړي.

دا د ٢٠١٦ کال وروسته په الاسکا کې تر ټولو لویه زلزله ده چې د انکوریج ښار یې لړزولی دی. په ٢٠١٦ کې ددې ښار په ١٦٠ کیلومیترۍ کې د ریشتر په کچه ٧،١ درجې زلزله شوې وه.

همداشان ددې سختې زلزلې وروسته په ټولنیزو شبکو او ټویټر پاڼو باندې زیاتې ویدیوگانې خپرې شوې دي.

د الاسکا ایالت د امریکا د زلزله لرونکو سیمو څخه دی چې دمخه هم په کې د ریشتر د ٧ درجو په کچه زلزلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG