د لاس رسي وړ اتصالات

د ریختر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې الاسکا ولړزوله


عکس له آرشیف څخه: په الاسکا کې د ۲۰۱۸ کال زلزله
عکس له آرشیف څخه: په الاسکا کې د ۲۰۱۸ کال زلزله

یوې قوي زلزلې د امریکا د الاسکا ایالت جنوبي برخې کې ګڼ شمیر سیمې ولړزولې چې له کبله یې د دغو ښارګوټو اوسیدونکي خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.

دغه زلزله پرون سه شنبه (د جولای ۲۱ - چنګاښ ۳۱) د الاسکا په وخت د شپې ۱۰ بجې رامنځ ته شوې.

زلزلې د ریختر په کچه ۷.۸ درجې شدت درلود چې له کبله یې په سمندر کې د ۳۰ سانتي مترو په لوړوالي سونامي هم رامنځ ته شوی دی.

تر اوسه په دغې زلزلې کې د چا د وژل کیدو او یا ټپي کیدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د الاسکا ایالت زلزله پیژندونکی، مایکل ویست وایي چې د زلزلې مرکز د پیرویل سیمې څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې اوبو کې و، خو شدت یې په ۱۰۰۰ کیلومتره لرې سیمو کې هم احساس شوی دی.

ښاغلی ویست زیاتوي چې د زلزلې له کبله په اوبو کې د سونامي رامنځته کیدو خطر ته په کتو سره یې په ګڼو ښارونو کې د سونامي د خطر زنګ وهلی و چې له کبله یې د سیمې اوسیدونکي لوړو سیمو ته تللي و.

تر دې وړاندې په الاسکا کې د ریختر په کچه ۷.۱ درجې زلزله د ۲۰‍‍۱۸ کال په نومبر میاشت کې رامنځته شوې وه او تر ټولو قوي یې بیا په ۱۹۶۴ کال کې شوې وه چې د ریختر په کچه ۹.۲ درجې شدت یې درلود او ۱۳۱ کسان پکې مړه شوي وو.

الاسکا د زلزلې له کبله د امریکا ډیر فعال ایالت ګڼل کیږي چې یواځې د سږکال جنورۍ میاشتې راهیسې په دغه ایالت کې ۲۵ زره ځلې زلزله شوې ده.

XS
SM
MD
LG