د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بینیتک په سوریه کې د وینې تویدنې پای ته رسیدل وغوښتل


د نړۍ د عیسویانو مشر پاپ بینیدک نن د یکشبنې په ورځ وویل چې په سوریه کې دي وینه تویدنه په سمدستي توګه ودریږي او د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو په موخه دي خبرو اترو ته تعهد وشي.

د مسیحي اختر په کلنیزه وینا کې پاپ د سنت پیترس په څلور لاره کې د سلو زرو کسانو اجمتاع ته وویل چې په خاصه توګه دي په سوریه کې د احترام، خبرو اترو او پخلاینې مسیر ته ژمنه وشي. پاپ دغه راز په نایجریا کې هم ترهګریز بریدونه وغندل او په مالي کې یې د سولې د راتګ دپاره دعا وکړه.

د مسیحي اختر په مناسبت پاپ بینیدیک خپله دودیره دعا په ۶۵ ژبو کې وکړه.

پاپ دغه راز د سنت پیټرس په کلیسا کې د شپې دخوا درې ساعته د دعا مراسم هم اجرا کړل.

ایستر یا د مسیحانو اختر د عیسوي مذهب دپاره یو مهم ورځ ګڼل کېږی. عیسویان په دې باور دي چې د حضرت عیسی (ع) د شکنجه کولو او وژلو په دریمه ورځ هغه بیرته راژوندی شو.

XS
SM
MD
LG