د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما د ایبولا په وړاندې د کلکو ژمنو غوښتنه کوي


جمهور رئیس بارک اوباما د ایبولا ویروس د خپریدو په اړه د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون سره تیلفوني خبرې وکړې او د دې ناروغۍ په وړاندې یې د افریقا په لویدیځ کې په مرستو ټینگار وکړ.

په ورته وخت کې جمهور رئیس بارک اوباما ته د ایبولا د خپریدو په اړوند د هیواد د عامې روغتیا او ملي امنیت د ټیمونو له خوا معلومات ورکړل شول.

په امریکا کې روغتیایي چارواکي وروسته له هغه روغتونونو ته د ایبولا د ناروغانو د درملنې پر مهال د بیا څیړنې مشوره ورکوي چې په دې هیواد کې د لایبریا نه راغلی ناروغ نه د ایبولا ویروس ٢٦ کلنې روغتیا پالې، نینا فوم ته سرایت وکړ.

د امریکا د ناروغیو د مخنوي او کنترول مرکز رئیس تام فرایدن وویل"مونږ به د روغتیایي سیستم له لارې، مسلکي انجمنونو، روغتنونو، روغتیایي سازمانونو او انفرادي خلکو له لارې خپله ښوونه او روزنه، له خلکو سره اړېکې او مرسته دوه برابره کړو. د ښارونو او بانډو په کچه به د روغیتایي څانکو سره په تماس کې شو څو وشو کړای د چټک غبرگون دپاره د ایبولا په اړه عامه پوهاوی لوړه کړو."

په امریکا کې د ناروغیو د مخنوي او کنترول مرکز د روغتونو هغه ۴٨ کارکونکي څاري چې په تکزاس ایالت کې د افریقا نه راغلی په ایبولا اخته ناروغ په درملنه کې ېې مرسته کړې وه.

جرمني

بل لور ته د ملگرو ملتونو یو سودانی روغتیایي کارکونکی چې په لایبیریا کې د کار په مهال په ایبولا اخته شوی و، د جرمني په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

په لایبزیک کې د سنت جورج چارواکو وویل چې په ایبولا اخته دغه ناروغ د کلکو روغتیایي درملنو او د روغتیایي تیم د زیاتو هڅو برسیره تیره شپه په روغتون کې مړ شو.

دغه کارکونکی چې نوم یې پټ ساتل شوی تیره اونۍ روغتون ته انتقال شو او په جرمني کې په ایبولا اخته دریم کس و چې تداوي کیدو.

هسپانیه

دا په داسې حال کې ده چې په هسپانیې کې یو ډاکتر د هغې هسپانوۍ روغتیا پالې په اړه هیله مندي ښودلې ده چې د افریقا نه راغلی په ایبولا اخته کس درملنه یې کوله.

د دې روغتیا پالې یوې ډاکټرې نن وویل چې ایبولا یوه شدیده ناروغي ده خو مزمنه ناروغي نده. د هغې په وینا هره شدیده ناروغي بلاخره ختمیدونکې ده.

په افریقا کې د ایبولا له امله تر اوسه ۴ خلک مړه شوي
په افریقا کې د ایبولا له امله تر اوسه ۴ خلک مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا د ایبولا ویروس یوزاې په لایبیریا کې د ٩٥ روغتیایي کارکونکو په شمول څه دپاسه ٢٣٠٠ کسه وژلي دي.

د دوشنبې په ورځ د لایبیریا اکثره روغتیا پالونکي خپلو کارونو ته حاضر شول او د احتجاج غوښتنې ته یې پام ونکړ. د لایبیریا د روغتیا کارکوونکي د حق الخطر په نوم د اضافي معاش غوښتنه کوي، ځکه چې په خطرناکو شرایطو کې کارکوي.

XS
SM
MD
LG