د لاس رسي وړ اتصالات

په لویدیځه نړۍ کې د ایبولا ویره


په امریکا کې د نیویارک د، جې اف کې، په هوایي ډگر کې د پرون راهیسي د مسافرینو د څارنې چارې پیل شوې تر څو په امریکا کې ددې مرض د خپریدو مخه ونیول شي.

د لایبیریا، سره لیون او گني څخه راتلونکي مسافرین به ددې نویو تدابیرو په ترڅ کې په ځیر وڅارل شي.

د گمرکي چارو او د پولو د خوندي ساتنې د څانگې کمشنر ددې نویو تدابیرو په اړه وویل، "مونږ د ایبولا د نښو نښانو اوعلایمو دمعلومولو لپاره یو ځانگړی لست لرو. مسافرین به یوه ځانگړي ځای ته ور رهنمایي شي او ددې لست پر بنسټ به ددوي څخه پوښتنې وشي او ددوي په اړه به معلومات را ټول کړای شي. د گمرک او د سرحدي پولو د ساتنې ادارې د روغتیایي چارو د منظم تیم کارکونکو سره په همغږۍ د مسافرینو د بدن د حرارت درجه لیدل کیږي."

اکثر مسافرین د دې احتیاطی او اضافي تدابیرو هرکلی کوي.

د بونيفیس اوساگوا په نوم یو مسافر چې لدې کبله یی په کتار کې دریدلی و، لدې کبله مسافرینو ته د زحمت په تړاو وویل، "ارزښت یی لري. هر هغه څه چې د داسې لویی ستونزې د مخنیوی دپاره وشي، ارزښت یی لري. دا زحمت چې پر مونږ راځي، بیا یی هم ارزښت لري."

دا نوي تدابیر به د امریکا په څلورو نورو هوایي ډگرونو کې هم تطبیق شي. له دریوو افریقایی هیوادونو څخه چې د اېبولا ناروغي پکې زښته ډېره خپره شوېده، د نوي فیصدو نه زېات مسافران د امریکا د پنځو هوایي ډگرونو له لارې را داخلېږي.

داکتر مارتین سنترون په امریکا کې د مرضؤنو د مخنیوی او کنترول په ادارې کې د نړیوال مهاجرت او قرنطین په څانگه کې کار کوي. هغه وایي، "مونږ پدې تدابیرو د خپریدو خطر صفر ته نشو ټیټولای داسې نشي کیدای. خو دا اضافي لارې چارې امریکایا نو ته د خوندیتوب په برخه کې یو څه ډاډ ور په برخه کولای شي."

برتانیې هم پرون د عاجلو او محافظوي چارو تمرینات تر سره کړل چې دا وگوري چې که ایبولا ور خپور شي نو د محافظوي چارو دپاره څه ډول تدابیر لازمي ښکاري. دوي په هوایي ډگرونو او د اورگاډو په ستېشنونو کې د مسافرینو د څار چارې هم پیل کړی دی.

د روغتیا نړیواله اداره وایي په نړیواله کچه د ایبولا په ناروغۍ د مړېو شمیر د څلور زرو نه هم اوښتی دی. د هسپانیی په مرکز، مادرید، کې اوس شپاړس تنه د ایبولا په ناروغۍ د اخته کیدو په شک تر معایناتو لاندې دي.

دوی تر دې مخکې د یوې نرسې د اخته کیدو خبر خپور کړ. دغې نرسې د دوو ناروغو عیسوي مذهبي مشرانو په درملنه کې، چې په ایبولا اخته وو، مرسته کوله.

XS
SM
MD
LG