د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د ایبولا ویروس د مخنیوي هڅې ګړندۍ شوي


په هغو اتلسو کسانو کې چې ډاکټران یې طبي څارنه کوي د ښوونځي پنځه کم عمره شاگردان هم شامل دي.
په هغو اتلسو کسانو کې چې ډاکټران یې طبي څارنه کوي د ښوونځي پنځه کم عمره شاگردان هم شامل دي.

د امرېکا د تکزاس ایالت والي نر ریک پېري وایې د روغتیایي چارو مسوولین لگیا دي له ډېر نژدې نه د هغو ١٨ کسانو څارنه کوي چې د ایبولا په ناروغۍ اخته شوي کس سره په تماس کې شوي دي.

ټامس ایریک ډنکن لومړنی امرېکایی دی چې په دغه هېواد کې دننه د ایبولا د ساري ناروغۍ نښې په کی لیدل شوي دي.

په هغو اتلسو کسانو کې چې د طبي څارنې لاندې دي، د یو ښوونځي پنځه کم عمره شاگردان هم په کې شامل دي.

د تکزاس والي خبریالانو ته ووېل "اجازه راکړﺉ چې تاسو ته ډاډ درکړم د ښوونځي کومو کوچنیانو چې له ناروغ سره یې تماس کړی و، ټول یې معلوم شوي دي او څارنه یې کېږي."

د ټامس ډنکن په نوم امرېکایی د سپتمبر په شلمه دغه ناروغي له لاېبرېا نه دخپل ځان سره تکزاس ته راوړه چې تراوسه پورې د ډاکترانو تر څارنې لاندې دی.

د نېویارک د پوهنتون د یوه روغتیایې مرکز ډاکتره جېنېفر فېشر واېې" په امریکا باید اوس هر روغتون او کلینک د ایبولا د ناروغانو لپاره چمتوالی ولري، ځکه شاید نور ډېر خلک به هم په دغې ناروغۍ اخته شوي وي او یا به یې بدن کې نښې او علامې موجودې و.عام خلک چې له ناروغانو سره یې مستقېم تماس نه وي کړی، باید تشویش ونه لري. "

د روغتېا نړېوال سازمان وايې چې د اېبولا په ساري ناروغۍ سږکال په لویدیځه افریقا کی ٣٣٠٠ کسان مړه شوي دي او ٧١٠٠ ناروغانو ته یې ویروس خپور شوی دی. تراوسه کوم څرگند او خاص علاج نه یې پېدا شوی نه دی.

له بلې خوا د برتانیا خارجه وزېر فلیپ همونډ وایې چې د ایبولا د ساري ناروغۍ د ویروس د ختمولو لپاره باید په نړیواله کچه غوڅ اوعاجل اقدامات وشي. نوموړي په لندن کی یوه کانفرانس ته وویل چې که همدا اوس اقدام ونه شي نو د ایبولا بحران به نور پسې پېچلی شي او په لسگونو زره ناروغان به مړه شي.

د امریکا د عامې روغتیا ماموران وایې چې د امهال په نژدې ټوله امریکا کې د ساه لنډۍ د وېروس د خپرېدو له امله څلور ناروغان مړه شوي دي.

د امریکا د ناروغېو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مامورانو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ خبریالانو ته وویل چې تراوسه یې د دغوناروغانو په مړېنې کې د EV-D68 په نوم ویروس د اصلي رول او اثر په اړه بشپړمعلومات نه دي موجود او پلټنې روانې دي.

ډاکتران وایې چې د واشنگټن ډي سي په شمول د امریکا په ۴٢ ایالتونو کې یې ٥٠٠ سوه ناروغان نېولي دي چې اکثره ېې کوچنیان دي.

XS
SM
MD
LG