د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د تر ټولو زیات نفوس لرونکي هېواد په توګه د هند ګټې او زیانونه


د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، سږکال هند د نفوس د شمېر له مخې له چین څخه وړاندې کیږي. ځینې څېړونکي وايي‌ دا کار ښايي وختي شوی وي، ځکه چین د جنورۍ په میاشت کې راپور ورکړ چې نفوس یې کم شوی دی.

د هند د نفوسو د بنسټ مسئولې، پونن متریجا، وویل: "د تمې خلاف خبره نده. مونږ پوهېدلو چې په ۲۰۲۷ کال کې به له چین څخه مخکې شو، خو د چین د نفوس د کچې په کمېدو کې د چټکیا له امله دغه کار، ژر وشو."

په دواړو هیوادونو کې نفوس دا وخت ۱.۴ میلیارد دی. خو له چین څخه د هند نفوس زیاتېدل یوازې یو شمیره نه بلکه د نفوسو یو لوی بدلون دی.

په داسې حال کې چې د چین نفوس د کمېدو په حال کې دی او ډیره برخه یې د پاخه او ډیر عمرلرونکي کسان جوړوي، د هند نیمایي نفوس له ۲۵ کلونو ښکته ځوانان دي. دغه ځوان نفوس د ودې په حال کې یو مارکیټ دی چې نړیواله پانګونه جلبولی شي او د ځوان کاري ځواک یوه لویه برخه جوړولی شي.

څېړونکي وايي که څه هم د نفوسو زیاتوالی د اقتصادي ودې فرصت رامنځته کوي، دا به په دې پورې تړلې وي چې هند څه ډول د خپل نفوس له زیاتوالي ګټه اخیستلی شي په تیره بیا له ځوانانو څخه.

د هند د ټاکنو پخواني کمیشنر، شهاب الدین یعقوب قریشي، وویل: "مونږ د مصرف له اړخه یو لوی مارکیټ یو، او همدارنګه د ځوان روزل شوي کاري ځواک تر ټولو لوی چمتو کوونکي هم یو."

خو د نفوسو دغه زیاتوالي یولړ اندېښنې هم رامنځته کړي دي. ټاکل شوېده چې د روانې لسیزې له پایته رسېدو مخکې په هند کې د هغو خلکو شمیر یوه میلیارد ته لوړ شي چې د کار کولو وړتیا لري.

انمول جېن په پوهنتون کې دی او اندېښنه لري چې ډیر نفوس په کاري برخه کې رقابت زیاتوي، کاري فرصتونه کموي او له امله يې د دندې پیدا کول سختیږي.

نور بیا وايي‌، ځوانان د خوځښت او فرصتونو استازيتوب کوي. محصل، آرن ګولیا، وویل: "ځوان فکرونه ډیرې نظریې لري. خصوصي تشبث د حل لاره ده. زما په شان خلک نظریې لري. ښکاره خبره ده چې زه پیسې نه لرم خو که چیرې د هند ځوان نسل خپلې نظریې ولري کولی شي خپل ځان ته لاره پرانیزي."

څېړونکي وايي د کاري ځواک د استعداد د لوړولو لپاره په کارده چې معیاري زده کړو ته لاره هواره شي، د هند د کاري ځواک یواځې ۵ فیصده مسلکي روزنه ترلاسه کړې ده.

د هند د نفوسو د بنسټ مسئوله، پونن متریجا، وايي: "دوه کارونه کول په کار دي. یو داچې نوي نسل ته تجربې ورزده کړل شي او بله داچې د هغو کارکونکو د وړتیاوو کچه باید لوړه شي چې کافي تجربه نه لري،ځکه که داسې ونشي نو یو ټولنیز کشمکش به رامنځته کړي او د ځوان نسل ډیره برخه به وزګاره، ستړۍ او خفه وي."

محصلین هم غواړي چې هند د ودې په حال کې اقتصاد څخه د ګټې اخیستو لپاره، په ښو تجربو سمبال وي.

محصله اشیتا سود وايي، په کار ده دوی ته سمه او معیاري روزنه ورکړل شي، ځکه کوم څه چې اوس په پوهنتون کې تدریس کیږي، د هغې په اند، له دندو سره ډیر اړخ نه لګوي.

د ځوان نسل د نفوس له زیاتېدو د اقتصادي ګټې د اخیستو لپاره، هند ډیر لنډ فرصت لري، ځکه دغه بهیر به درې لسیزې دوام وکړي له هغه وروسته به ښځې د کمو ماشومانو زېږولو ته مخه کړي ځکه تعلیم ته لاسرسی او عاید زیاتیږي. دا په دې مانا چې په هند کې به هم د چین په څېر د نفوسو کموالی ژر پیل شي.

XS
SM
MD
LG