لسګونه افغان ماشومان چې د تورخم ښارګوټي ته نژدې اوسېږي پاکستاني ښوونځیو ته ورځي. هغوی وايي په سیمه کې ښوونځي نلري او که وي نو ودانۍ نه لري. نو له همدې امله دوی تر شل کیلومترو پورې مزل کوي چې له مزي نه اخوا پاکستاني ښوونځیو ته ورسېږي. چارواکي وايي ددغې ستونزې د حل په کوشش کې دي.
د مطالعه پاکستان په نامه مضمون کې، افغان شاگردانو ته د پاکستاني مشرانو په اړه معلومات ورکول کېږي