د لاس رسي وړ اتصالات

ایډوارډ سنوډن ماسکو ته تللی


د امریکا د استخباراتو پخوانی قراردادي چې اوس یې امریکا د محرمو معلوماتو د افشا کولو په تور د نیولو په لټه کې ده، د یکشنبې په ورځ د هانګ کانګ څخه ماسکو ته پرواز کړی دی او د هغه ځای څخه به کیوبا او بیا ونزویلا ته سفر وکړي چیري چې به نوموړی د سیاسي پناه درخواست درج کړي.

ایډوارډ سونډن د تیرې میاشتې راهیسي چې د امریکا څخه ووتی او مطبوعاتو ته یې د امریکا د څار د سري پروګرامونو په هکله محرم معلومات افشا کړل، په هانګ کانک کې پټ وو. نوموړي ویلي وو چې هغه به په هانګ کانګ کې پاته سي او د امریکا د هڅو پر خلاف به چې د هانګ په مرسته د یوې موجودې معاهدې په چوکاټ کې هغه امریکا ته وسپارل سي، مبارزه وکړي خو کله چې د امریکا د عدلیې وزارت پر هغه باندي د جاسوسۍ تور ولګوی نو هغه د هانګ څخه ووتی.

د روسیې خبري آژانس ددغه هېواد د چارواکو څخه نقل قول کړی دی چې ښاغلی سنوډن به د دوشنبې په ورځ د ماسکو څخه د کیوبا پلازمېنې هوانا ته سفر وکړي او د هغه ځای نه به په بل پرواز کې د ونزویلا پلازمېنې کاراکاس ته ولاړ سي. د ویکي لیکس ویب پاڼې ویلي دي چې د سنوډن د هڅو چې غواړي سیاسي پناه واخلي، ملاتړ کوي.

ونزویلا د لاتینې امریکا د هیوادونو له جملې نه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ یو تر ټولو سخت انتقاد کونکی هیواد دی خو دواړه هیوادونه ډیپلوماتیکي اړیکې لري. تر اوسه پوري د ونزویلا حکومت څه نه دي ویلي چې آیا ښاغلي سنوډن ته به سیاسي پناه ورکړي که نه؟


د امریکا حکومت تیره اونۍ وروسته له هغه نه چې پر سنوډن باندي یې د جاسوسۍ او د امریکا د حکومت د دارایۍ د غلا تورونه ولګول، د هانګ څخه وغوښتل چې سنوډن دي وروسپاري. سنوډن یو شمیر اخبارونو ته د امریکا د څار د سري پروګرامو په هکله د حکومت محرم معلومات ورکړي دي. د چین د نیمه خودمختاره سیمې هانګ کانک حکومت ویلي چې ۳۰ کلن آمریکايي تبعه آزاده وو چې د یکشنبې په ورځ ددغه سیمې څخه سفر وکړي ځکه د هغه په قضیه کې د امریکا او هانګ کانک ترمنځ یوه بل ته د مجرمینو د سپارلو معاهده په بشپړه توګه د حقوقي لحاظه د تطبیق وړ نه وه.


د امریکا د عدلیې وزرات یوه بیانیه خپره کړې چې د هانګ کانګ د چارواکو سره به د سنوډن مسله تعقیب کړي او د سنوډن په قضیه کې به د نورو هیوادونو چې هغه ښايي هلته سفر وکړي د قانون د تنفیذ د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړي.
XS
SM
MD
LG