د لاس رسي وړ اتصالات

د حسني مبارک زامن له بند څخه خوشې شول


حسني مبارک او زامن یې د محاکمې پر وخت
حسني مبارک او زامن یې د محاکمې پر وخت

مصري مقامات وایي چې د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک دوه زامن چې د خپل پلار سره یوځای بندیان وو، د دوشنبې په ورځ له څلور کاله بند وروسته خوشې شول.

امنیتي مقاماتو وویل چې علاء او جمال، د قاهرې په جنوب کې د طره په نامه زندان څخه تر خوشې کیدو وروسته د پایتخت په څنډه کې په یوه بډایه سیمه کې د خپل کور په لور ولاړل.

د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم چې د هغه هیواد د زندانونو مسوًیت یې په غاړه دی، د دې دوو وروڼو خوشې کیدل تائید کړل، خو ویې نه ویل چې هغوی څه وخت خوشې شوي دي.

په قاهره کې یو شمیر مصري فعالین گمان کوي چې ښایي د ولسمشر حسني مبارک دغه دوه زامن د تیرې اونۍ د پای د رخصتیو په ورځو کې خوشې شوي وي.

علاء او جمال له خپل پلار سره یوځای اوس هم باید د اختلاس په تور محاکمه شي. خو ددې کار نیټه لا تر اوسه نه ده څرگنده شوې. له دې ټولو سربیره، دغه دوه وروڼه د خپلوۍ او د خپل مقام څخه د ناوړه گټې اخیستنې په تور هم له محاکمه کیدو سره مخ دي.

اټکل کې چې په دې هکله به د محکمې استعماعیه غونډې د مارچ په میاشت کې پیل شي.

حسني مبارک چې ٨٦ کلن او ناروغه دی، د ٢٠١١ کال په فبرورۍ کې یې د ولسي پاڅون په نتیجه کې استعفا وکړه. هغه او زامن یې د هماغه کال په اپریل کې ونیول شول.

مبارک د قاهرې په جنوب کې په یو پوځي روغتون کې بستر دی او د هغه د بیا بندي کولو لپاره کوم قانوني دلیل نشته.

امنیتي چارواکو ژورنالیستانو ته د څرگندونو صلاحیت نه درلود او دا خبرې یې د نوم د نه اخیستلو په شرط کولې.

د حسني مبارک د دوو زامنو خوشې کیدو اټکل د تیرې پنجشنبې د ورځې راهیسې کیده کله چې د قاهرې یوې محکمې په ضمانت د هغوی د خوشې کیدو حکم صادر کړ.

د حسني مبارک ځامن علاء ائ جمال
د حسني مبارک ځامن علاء ائ جمال

د حسني مبارک زامن په ځانگړې توگه جمال ته زیات شمیر مصریان د تیر استبدادي رژیم او په اداري فساد ککړې ادارې د اساسي ستنو په سترگه گوري چې د خورا بډائیو سوداگرو سره یې د ناداره او بې وزله ولس په لگښت، ائیتلاف جوړ کړی و.

تر ډیره داسې باور کیده چې جمال به د حسني مبارک ځای ناستی شي، که څه هم دواړو مبارک او زوې یې دا خبره رد کړې ده، خو د هغه د ځای ناستي د پلان اداراک، اداري فساد، د پولیسو زور زیاتی او غربت د ٢٠١١ کال د پاڅون د عمده دلیلونو څخه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG