د مصر محکمې د پخواني جمهورریس حسني مبارک د کورنیو چارو وزیر حبیب العدلي د عامه مرستو کې د اختلاس په خاطر په اوو کالو بند محکوم کړ.
د العدلي او همدغه راز د کورنیو د چاور د وزارت ۱۲ نورو مامورینو د عامه بسپنو نه، یو ۱۱۰ ملیون ډالره غلا کړي او خوړلي وو.
العدلي د خپلو شخصي ملکیتونو په ابادولو کې په پولیسو باندې پرته له وجورې کار کړی و.او له دې کبله په ۲۰۱۵ کال کې د درې کاله بند تېرولو نه وروسته خوشې شو.
په ۲۰۱۱ کال د پاڅون په وخت کې په مظاهره کوونکو باندې د ډزو د امر ورکولو او د رشوت اخیستلو الزامونه پرې ثابت نه شول.
خو نن چې محکمې حکم کاوه دی موجود نه و او اوس به اوه کاله بیا بندي کیږی.