په داسې حال کې چې یونان د خپل یو ټاپو په شاوخوا کې د پرزیدلې مصري الوتکې د نښې نښانې پسې گرځیده، د جمعې په ورځ د مصر پوځ اعلان وکړ چې د پرزیدلې الوتکې ځنې ټوټې یې د اسکندریه ښار ته نژدې موندلي دي.
دغې مصري الوتکې د پنجشنبې په ورځ له پاریس نه د قاهرې په مقصد پرواز کړی و چې د رپوټونو له مخې د مدیترانې په بحیره کې ولویده.
د مصرد هواېې چلند وزیرویلې دي، چې د دغه هیواد د هوایي شرکت الوتکه چې د پاریس څخه قاهرې ته روانه وه، ډیر احتمال شته چې د تروریستې برید له وجې رالویدلی وي، نه د تخنیکي نیمگړتیا له کبله.
د هواېې چلند وزیر شریف فاتح د الوتکي د رالویدو خبره د پیښې په اړه په داسي وخت کې کړی چې د مدیتراني په سمندرگي کې د الوتکې د موندلو دپاره د پلټنې عملیات روان دي.
په دغه الوتکه ٦٦ کسان سپاره وو او د پنجشنبي په ورځ په داسي حال کې د رادار د پردی څخه ورکه شوه، چې د فرانسې څخه له پرواز نه څلور ساعته وروسته د مصر هوایې حریم ته ننوتلي وه.
د یونان څخه لومړني راپورونه وایې، چې د دغي الوتکي ټوټې پارچې د هوا څخه لیدل شوي دي.
د امریکا متحده ایالات هم د پلټنې او ژغورني په عملیاتو کې مرسته کوي او خپل پي ٣ ډوله الوتکه یې دغي سیمي ته استولې ده.
د رپوټونو له مخې هیڅ یو امریکایی مسافر په دغه الوتکه نه و سپور.
په دې ترڅ کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هغه اوازې رد کړې چې وایي د مصري الوتکې په پرزیدو کې تروریستان لاس لري. هغه وایي چې "هیڅ ډول نښې نښانې" نشته چې څه شي دغه الوتکه غورځولې ده.