د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د دویمې ورځې دپاره مظاهرې روانې دي


په مصر کې د دویمې ورځې دپاره مظاهرې روانې دي
په مصر کې د دویمې ورځې دپاره مظاهرې روانې دي

نن دویمه ورځ وه چې د مصر پولیسو د حکومت ضد زرگونو احتجاج کوونکو باندې اوښکی بیوونکی گاز استعمال کړ. دغه اجتجاج کوونکي هڅه کوي چې په قاهره کې بیا خیمی ووهي ، او د هیواد په نظامي واکمنانو باندې د دموکراتیکو اصلاحاتو د چټکولو دپاره فشار واچوي.

د امریکا غږ خبریال وایي مظاهره چیان نن د تحریر میدانۍ ته منډې وهلې چې پولیسو د هغوي لوری ته اوښکي بیوونکی وپاشی. خو د حکومت ضد زرگونو مظاهره چیانو وکړی شول چې میدانی ته ځانونه ورسوي. ځیني یې خیمی ووهلې اونورو د موټرو تگ راتگ بند کړ. د حکومت ضد زرگونو مبارزینوکوشش وکړ چې د میدانۍ خوا ته مارش وکړي خو پولیسو شا ته ټیل وهل.

پرون پولیسو ، د ربړي مرمیو ، اوښکي بیوونکي گاز او ډنډو په زور ، د تحریر میدان د مظاهره چیانو نه خالي کړ، خو ځینو د پولیسو لور ته سمټي ټوټې پرچې وروغورځولې او د پولیسو یو موټرته یی اور واچوی.

د مصر د روغتیایي چارومامورین وایي یو در ویشت کلن مظاهره کونکی د ټوپک د زخمونو نه مړ شو او ٦٧٦تنه نور زخمیان شویدي.

په زخمی شوو کسانو کې لس گونه پولیسان او څو تنه ژورنالستان دي.

د ځنو کسانو سترگي چې په ربړي مرمیو زخمی شوی وو، معالجه شوې.

مصري پولیسوهمدغه راز پرون د شنبې په ورځ د الکساندریې، اوسویز په ښارونو کی په حکومت ضد مظاهره چیانو باندې حملې وکړې. مقامات وایي په الکساندریې کی یو مظاهره چي ووژل شو.

XS
SM
MD
LG