دا دوهم ځل دی چي مصر په دې هفته کي د پارلماني انتخاباتو د نتجو اعلانول ځنډوي.
د انتخاباتو یوه مامور پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چي ددې انتخاباتو نتیجې چي ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ اعلان شي، د جمعې تر ورځي پوري ځنډیدلي دي.
هغه وویل چي د ولسي جرگې د پاره د اچول شوو رایو لومړی پړاو لا نه دی بشپړ شوی.
اصلا ویل سوې وو چي د قاهرې، سکندریې او د اوو نورو ولایتونو د دوشنبې او سه شنبې د ورځو د رایگیري نتجې به د چهارشنبې په ورځ اعلان سي.
وروسته له هغه چي د مصر ولسمشر حسني مبارک د هغه هیواد د خلکو د پاڅون په وجه استعفی وکړه، دا په مصر کي لومړني انتخابات دي چي تر سره سول.
په دې انتخاباتو کي د ( اخوان المسلمین د آزادۍ او عدالت ګوند) او د ( النور سلفي سخت لارو اسلا مي ډلو ) د زیاتو بریالیتوبونو ادعاگاني کړي دي.
په نورو ولایتونو کي به خلک په دوو پړاونو کي رایي ورکړي او دا رایگیري به په راتلونکو هفتو کي وشي. د مصر خلک به وروسته د مشرانو د جرگې د پاره هم انتخابات کوي او دا انتخابات به د راتلونکي کال د مارچ د میاشتي نه مخکي بشپړ نه سي.
د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون ددې هفتې په سر کي د مصر خلکو ته ددغو انتخاباتو له کبله چي دده په قول « په ډیري دلچسپۍ سره د رایگیري صندوقونو ته ورغلي وو » مبارکي وویله