د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د کاندیدانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره بحث


د مصر د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره دوو مطرح کاندیدانو ددغه هیواد د ولسمشرۍ په سطح بحثونو کې چې د لومړي ځل دپاره په دې هیواد کې ترسره کېږي برخه واخیسته. پخوانی د باندنیو چارو وزیر امر موسی د عبدالمونیم عبدالفتاح پرضد چې یو میانه روه اسلام پاله دی خپل کمپاین پیل کړ. عبدالفتاح تیرکال د مصر د اخوان المسلمین د ګوند سره مقاطعه وکړه. د دواړو کاندیدانو بحث تیر شپه تر ناوخته پوري ادامه درلود.

مصریان په چای خانو او رستورانتونو کې د دواړو کاندیدانو بحثونو ته غوږ نیولی و.

په یوې برخه کې عبدالفتاح پر موسی باندي نیوکه وکړه چې د پخواني ولسمشر حسن مبارک په حکومت کې یې کار کړی دی او زیاته یې کړه چې هغه کس چې ستونزې یې پیدا کړي دي هغه به یې څنګه حل کړي. عبدالفتاح دغه راز زیاته کړه چې،، مونږ د رجیم پر ضد پاڅون کړی دی،،.

موسی بیا پر عبدالفتاح باندي تور ولګوی چې د مصر د ملي ګټو پرځای د اخوان المسلمین د ګوند د ګټو نه ملاتړ کوي

دغه دوه کسه د ۱۳ کسانو په ډله کې دي چې غواړي د روانې میاشتې د ۲۳ نېټې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې سیالۍ ته ودریږي.

XS
SM
MD
LG