د لاس رسي وړ اتصالات

حسني مبارک د زندان څخه خوشي شو


د مصر پخوانی ولسمشر حسنی مبارک د پنجشنبې په ورځ د محبس نه آزاد شو او ډیر امکان لري چې دغه کار به په مصر کې روانه کړکیچنه وضع نوره هم پسي پیچلې کړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی مبارک به د مصر د موقت حکومت د صدراعظم د یوه حکم له مخې په نظربند کی وساتل شي. خو لا معلومه نه ده چې د مصر دغه ٨٥ کلن پخوانی مشر به چیرې نظر بند وي. هغه دوه کلونه په محبس کې تیر کړل.

د آزادېدو باوجود به حسنی مبارک د خلګو د وژلو او د خپل حکومت په دوران کې د خیانت او غبن په تور بیا محاکمه شي. پر مبارک باندې دا تور لګول شوی دی چې په ١٣٩٠ هجري شمسي کال کې یې د خلکو د پاڅون په دوران کې د دولتي ځواکونو له خوا د مظاهره چیانو د وژلو مخنیوی ونکړ. .د مصر خلک د مبارک د رژیم پرخلاف راپاڅېدلي وو.

پرون سږکال د قاهرې یوې محکمې نوموړی دهمدغه جرم په تور په ابدي حبس محکوم کړی و خو بیا یې د دوهم ځل لپاره د هغه د محاکمې امر وکړ چې بالاخره پرون د چارشنبې په ورځ یې حکم وکړ چې مبارک باید په مشروط ډول دقید څخه آزاد شي.

د دې څخه مخکي د قاهرې یوې محکمې حسنی مبارک او دهغه دوه زامن د خیانت او مالي غبن د تورونو څخه بري الزمه وبلل.

موقت حکومت وایي په مصر کې د جولای د ٣ نیټې د پوځي مداخلې څخه وروسته چې په لړ کې یې محمد مرسي د قدرت څخه ایسته کړل شو، تراوسه پورې د اخوان المسلمین ١٠٠٠ ملاتړ کوونکي وژل شوي دي، خو اخوان المسلمین بیا وایي چې دوژل شویو خلکو شمیر د دې څخه زیات دی.
XS
SM
MD
LG