د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د مصر د پوځ پر پوستو بریدونو کې ۱۵ سرتېري وژلي


د مصر چارواکي وايي جګړه لا هم روانه ده، چې ښايي د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي.
د مصر چارواکي وايي جګړه لا هم روانه ده، چې ښايي د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي.

د اسلامي دولت ډلې ادعا کړې چې د مصر د صنعا په ټاپو کې یې د مصري ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

چارواکو تراوسه د ۱۵ مصري سرتېرو وژل کېدل تاید کړي دي خو، داسې ښکاري چې د وژل شویو شمېر لا پسې لوړ شي، ځکه چې لا هم جنګ روان دی.

چارواکي وايي بریدګرو؛ همهاله په څو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې، یو په کې د موټر بمب چاودنه وه.

یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل " دا جنګ دی او لا هم روان دی."

د روانې جګړې له کبله امبولانسونه سیمې تللی نشي چې زخمیان او مړي انتقال کړي، پوځ څرخي الوتکې غوښتلي دي.

په داعش پورې تړلي جهادیان وخت ناوخت په صنعا کې د مصر پر پوځ بریدونه کوي.

امنیتي چارواکي وايي چې بریدونه د ولایت د مرکز ال عریش په ختیځ کې د شیخ زواید په سیمه کې شوي، چې موټر بمب چاودنه، راکټ لنچرې، توغندي او لاسي بمونه په کې کارول شوي دي.

اورپکو د شیخ زواید د پولیسو پوستو ته ورتلوونکې لارې تړلي دي چې د مرستندویه ځواک د ورتللو مخه ونیول شي.

داعش په خپلې ویپاڼې کې په یوې اعلامیې کې لیکلي چې دوی ډله اییز بریدونه کړي دي " د اسلامي دولت زمریانو د خدای په مرسته د مرتد پوځ په څه باندې ۱۵ پوستو باندې همغږي بریدونه کړي دي. "

د همدغه کال په جنورۍ کې د مصر د پوځ پر مرکز په ورته بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه ووژل.

په صنعا کې فعاله جهادي ډله د انصار بیت المقدس په نامه پېژندل کیږي چې په نومبر میاشت کې یې له اسلامي دولت یا داعش سره بیعت وکړ.

ویل کیږي چې د ابو اسامه المصري په نامه یو عالم د دغې ډلې مشري کوي چې ورسره د مصر د پوځ یو پخوانی چارواکی هم فعالیت کوي.

دا بریدونه، په قاهري کې د مصر د څارنوال هشام برکت له وژل کېدو دوه ورځې وروسته کیږي.

په ۲۰۱۳ کال کې له واکه د محمد مرسي له لېرې کېدو وروسته؛ هشام برکت تر ټولو لوړ پوړی قضايي چارواکی دی چې په برید کې وژل کیږي.

په مصر کې محکمې د اخوان المسلمین د ګوند سلګونه غړي په مرګ او بند محکوم کړي دي.

XS
SM
MD
LG